ایکنا خبری آژانس د آرکټیکټ له قوله راپور راکړ بلاخره د دوبئ په صنعتي سیمې ؛القوز؛مینځ کې یو نوی او ماډرن عبادي ځاي افتتاح شو .
د آرشیتکت دباغ شرکت ،په متحده عربی اماراتو کې یو لومړنی جومات دی چې پلانونه ئې دیوې معمارې په غاړه ده .
دغه جومات چې په دا وروستیو کې بشپړ شوی ،د یوې داسې معمارۍ شاهکار دی چې د لمونځ ګوزارو لپاره د باطني آرامښت حس ډالۍ کوي او د معنویّت او ظاهري ښکلا چې په قرآن کریم کې ورته اشاره شوې ده ، یو ترکیب وړاندې کوي .
میرمن سمیّه دباغ دعربستان یوه انجینئره ده او د هغونقشو او پلانونو په دلیل چې په معمارۍ کې پر ناملموسو اړخونو ټينګار دی، په فارس خلیج سیمې کې د معمارانو مخکښه حسابیږي او له ټيکدارانو یا کارکونکو سره د ارتباط په رامینځةکولولپاره په شاعرانه حساو معنا رامنیځةکولو پسې ده.
د قرقاش جومات دغه ستره او دلیدو وړ ودانۍ یا کمپلیکس په یو زر شپږ سوه اتیا مربع میټر مساحت سره جوړه ده او د جومات د مؤذن او د امام د اوسیدو کورونه هم لري .میرمن دباغ دغه ودانۍ دWAHO Landscape Architecture په مرستې سره د خپل یوه ټيکدار او د متحده عربی اماراتو د خارجه وزیر د پلار محمد عبالخالق د کورنۍ لپاره جوړ کړ دغه جومات له کلونو کلونو وروسته سږکال په اوړي کې افتتاح شو