IQNA

د مصر یو وزیر وایی اسلام له افراط پالو ډلو څخه برائت اعلانوی

13:48 - December 13, 2021
د خبر لمبر: 3485110
تهران (ایکنا) – د مصر د اوقافو وزیر په دې خبرې په ټينګار سره چې د اسلام دین  له افراط پالو ډ لو څخه برائت او بیزاري اعلانوي،ووئیل   افراطي ډلې د اسلام او قرآن په نامې سره د بې ګناه انسانان وژني .

ایکناخبری آژانس د الشروق له قوله راپور راکړ، د مصر دا وقافو وزیر محمد مختار جمعه بیګا د ؛ماډرن یا نوي مصر په نامې له پروګرام سره  چې له ای ټي سی ټيلیویژنی چینله خپور شو،په ټيلیفوني خبرو کې ددې خبرې په کولو سره چې افراطي ډلې د اسلام او قرآن په بیرغ سره جنایتونه کوي ،ددغو ډلو په باب چې له دینه خپلو سپيرو موخو ته د رسیدا لباره ناسمه استفاده کوي ، خبرداری ورکړ او ټينګار ئې وکړ،دین له دغو درستو افراط پالو څخه بیزاره دی .

هغه دغه راز ووئيل  داوقافو وزارت یوازې دقر آن کریم په حفظ بسنه نه کوي ،بلکې د قرآن د آیتونو د فهم او پرې پوهیدا اهتمام هم کوي او دمصر حکومت هم هرکال له قرآن سره  مینه لرونکي ستائي.

د وئيلو ده چې د پرکوَټو د قرآني چارو سیالۍ له خاصې ځانګړنې او توپیره برخمنې دي او یوازې د حفظ مهارت ته نه محدودیږي، بلکې د غږ ، لهجې او د قرآني بیان په څير موردونه او همداراز د آیتونو او صفحو د شمیرې د حفظ کولو په څيرځانګړي موردونه هم په دغو سیالیو کې د ځانګړو توانمنیو لرونکو کسانو په دغو سیالیو کې لیدل کیږي . یوه داسې چاره چې په عادي سیالیو کې ډیری کسان ددغه حفظ جوګه نه دي .

https://iqna.ir/fa/news/4020566/وزیر-اوقاف-

captcha