قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د امام حسین علیه السلام د حرم خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د امام حسین علیه السلام سپېڅلې حرم کې د دینی پوهنو دورې له «امام مهدی، د هدایت د لارې او د عظیم محبت لارښود» شعار سره د امام حسین علیه السلام مدرسې چې د امام حسین علیه السلام زیارت سره تړون لرې مشر شیخ احمد صافی په څارنې کې د امام حسین علیه السلام به حرم کې پيل کېږي.
تراوسه په زرګونو دینی پوهنې دورې د عراق په مختلفو سیمو کې پيل شوې او کربلا کې ۳۰۰ محصلانو په دې دوره کې ګډون کوې.
د امام حسین علیه السلام د حرم امام حسین علیه السلام مدرسې اعلان کړې: د دې پوهنې دورو موخه محصلانو ته پوهنې وړاندې کول او د اهل بیت علیهم السلام علوم زدکړه اعلان کړې.
فقه، عقاید، اخلاق او د نبوی سیرت درسونه به په دې دورو کې د محصلانو مختلفو ډلو ته تدریس کېږي.
د امام حسین علیه السلام دینی پوهنو دوره پيل کوونکې شیخ امیر الموالی وویل: دا دورې به د دې میلادي میاشتې له لومړۍ نه د عراق په مختلفو ښارونو کې پيل کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3515851