قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د kabul.icro خبرونو ویب پاڼې نه په نقل، د حضرت معصومه سلام الله علیها او د حضرت امام رضا علیه السلام د زوکړې کلیزې او د کرامت لسیزې په مناسبت سره د امام رضا علیه السلام نړیواله جشنوزمه څلورمه ورځ باندې، د ټول قرآن کریم حفظ مقابله د افغانستان قرآن عالی شورا همکاری سره د کابل نندارتون په اجتماعات سالون کې پیل شوه.
په دې مقابله کې د ټول قرآن څلور حافظانو ګډون کړی وو چې د کلام الله تلاوت نه پس، یو څو ګډون کوونکو خپلې پوښتنې وړاندې کړی او د قرآن حافظانو د پاڼې او آیت ښودلو سره د هغې ځوابونه ورکړل.
همدارنګه د قرآن کریم د ترتیل مقابله چې د ښځو لپاره وه پرون ړومبنی شهریور باندې د امام زمان عج جومات کلتوری څانګې په مرستې سره کابل کې پیل شوه.
دا مقابله د قرآن کریم آیتونو تلاوت سره شروع شوه چې په کې یو شمېر ښځو ګډون کړی وو.
د مقابلې په اخیره کې ۴۰ ښځو په دې کې ګډون وکړو او ګټونکی ښځو ته جوایز هم ورکړلې شو.
د «د اسلامی پوهاندو په نظر کې د معصومین علیهم السلام مقام» عنوان سره یوه غونډه د کابل «پل خشک» مرکز کې پیل کول د کرامت لسیزه پروګرامونو برخه وه چې په کې د اسلامی انقلاب لارښود حضرت آیت الله حضرت آیتالله العظمی خامنهای(مد ظله العالی) د امام رضا علیه السلام او د معصومین علیه السلام د مقام په اړه ارزښتمنه خبرې د سی ډی په شکل کې د ګډون کوونکو ترمنځه وېش شوی.
هم دې مناسبت سره د کابل مدثر ټولنیزه او کلتوری انجمن هم د امام رضا علیه السلام کلتوری نندارتون پیل کړې وو.
دې نندارتون تر ۳ ورځې ادامه لرې او یو شمېر خلک ترې ننداره کوی.
د دې نندارتون پروګرامونو کښې د «معصومه پېژندنه» مقابله پیل کول هم وو چې د ۶۰ ځوانانو شرکت او ګټونکو ته جایزې ورکولو سره پیل شوه.
همدارنګه د کرامت لسیزې په مناسبت یوه کتبی مقابله د « حضرت امام رضا علیه السلام او حضرت معصومه سلام الله علیها» ژوند» عنوان لاندې د کابل پیروزی طلوع شورا همکاری سره ۳۱ مرداد باندې د افغانستان یو شمېر لوبغاړو شتون سره د پل خشک لوبو ځای کې پیل شوه.
http://iqna.ir/fa/inter/News/3350882