سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد نن په تهران كې د تاجكستان له خارجه وزير همراه خان ظريفی سره په كتنې كې وويل ايران او تاجكستان دوه هيوادونه بايد د يوه بل ترڅنګ ووسی څو د دوو ملتونو دوستانه اړيكې لازياتې پراخې شی
07:54 , 2013 Jun 27
سياسی ډله: د رهبرۍ د ستر مقام د مطبوعاتی دفتر د خبر له مخې، د اسلامی انقلاب معظم مشر، حضرت آيت الله العظمی خامنه ای، نن د ۱۹۸۱ ميلادی كال د جون په ۲۸مه د آيت الله بهشتی او د اسلامی انقلاب د ۷۲ يارانو د شهادت د كليزې په درشل كې د ايران د اسلامی جمهوريت د قضائيه قوې د قاضيانو او لوړ پوړو چارواكو سره په كتنه كې، ټينګار وكړ چې د ايران په اټومی موضوع كې، څو ګوته په شمېر ډېر غوښتونكی هېوادونه نه غواړی چې مسئله حل شی او د هغوی كار ړنګونه ددې لامل شوې چې دغه موضوع تر اوسه حل نه شی.
07:54 , 2013 Jun 27
سياسی ډله: د خارجه وزارت د عمومی دپلماسۍ او رسنيو د ادارې د راپور له مخې خارجه وزارت بیګا په يوې خپرې كړې بيانیې كې د څلورو مصری ښاريزو د وژلې د عاملانو په غندلو سره د مصر له ولسه وغوښتل چې له هر ډول افراطی اقدامه چې په دغه هيواد كې د اسلامی ډلو تر مينځ د تفرقې سبب شی ډډه وكړی.
07:53 , 2013 Jun 27
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب د ايران د ولسمشرۍ د ۱۱ پړاو انتخابات د سياسی حماسې په پنځولو كې د ايرانی ملت عظيمه او ستره كاميابی وبلله.
20:22 , 2013 Jun 21
سياسی ډله: د ښار او كليور د شوراګانو په څلورم پړاو انتخاباتو او دغه راز د ولسمشرۍ د يولسم پړاو په انتخاباتو كښې د ايران دملت له تاريخی او پرتمينه حماسې وروسته د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای د ايران خلكو ته د قدرونی او مننې پيغام وركړ .
08:37 , 2013 Jun 16
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د كورنيو چارو وزير مصطفی محمد نجار نن شل منټ دپاسه اته بجې دټولو ايرانيانو په وړاندې په اعلان سره وويل چې دايران داسلامی جمهوريت دولسمشرۍ ديولسم پړاؤ دانتخاباتو په رايو په بشپړ شميرلو سره له شپږوكانديدانو حسن روحانی داتلس ميليون شپږلكه ديارلس زره ۳۲۹رايو په ګټلو سره نوی ولسمشر وټاكل شو .
23:16 , 2013 Jun 15
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله كاشانی د انتخاباتو په ډيرې ولولې او انګيزې سره ترسره كيدا په نړيوال ډګر كې د ايران د اسلامی نظام د قدرت او پرمختګ د پياوړتيا سبب وبلل .
18:41 , 2013 Jun 14
سياسی ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود نن د تيرو ټاكنو په څير د رايو اچولو د پيل په لومړيو شيبو كښې په تهران كښې د رايو وركولو په يوه حوزه كښې خپله رايه واچوله او په ټاكنو كښې یې د ايران د ملت د بيلا بيلو پرګنو پراخ شتون ،د راحل امام او اسلامی جمهوری نظام ایډيالونو ته د وفادارۍ نښه او د خاكو او نظام لپاره د بركت،نيكمرغۍ او هوساينې لامل وبلله .
11:15 , 2013 Jun 14
سياسی او ټولنيذه دله: د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام، ټينګار وكړ چې د ايران ملت د رايو صندقونو ته په ډېر شتون او ځواكمن حركت له اسلامی نظام سره خپله ټينګه اړيكه او پيوند ثابته او دښمن به يوځل بيا ناكام او نهيلی كړی.
17:40 , 2013 Jun 12
سياسی او ټولنيزه ډله: حضرت آيت الله العظمی خامنه ای وفرمايل، اوس هره ژبه او خوله چې مسلمانان يووالی ته وبولی، الهی خوله او ژبه ده، خو هغه ژبه او خوله چې مسلمانان او اسلامی مذهبونه له يو بل سره د دښمنۍ لپاره وهڅوی،شيطانی ده.
18:17 , 2013 Jun 08
سياسی ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب ، د جون په ۱۴ په ولسمشرۍ ټاكنو كې د ايران د ملت پراخ ګډون، د دښمنانو د دسيسو د ناكامۍ سبب وباله .
23:02 , 2013 Jun 07
سياسی او ټولنيزه ډله: حضرت آيت الله العظمی خامنه ای، نن سهار په تهران كې د ايرانی مسولينو او د اسلامی هيوادونو د سفيرانو په ټول كې په اوسنی وضعيت كې د مسلمانانو مهمه دنده،هوښياری او د خپلې د لارې او د دښمن دنقشې پيژندل وبلل او ټينګار یې وكړ،د دښمن اصلی طراحی ،د مسلمانانو تر منځ د نښتو او اختلاف رامنځته كول دی ، له دې كبله مسلمانانو ته يووالی ، اتفاق او يوزړه توب اړينه چاره ده .
23:02 , 2013 Jun 07