سياسی او ټولنيزه ډله: پوهنتونونو او د لوړو زدكړو د مركزونو ګڼ شمېر محصيلينو پرون ماسپښين د اسلامی انقلاب له معظم رهبر سره له مينې او خلوص نه په ډكه يوه غونډه كښې د مختلفو علمی، سائېنسی، پوهنتونی، اجتماعی، اقتصادی او سياسی موضوعاتو په باره كښې پوهنتونی ليدتوګی او خپلې پوښتنې مطرح كړې.
20:16 , 2013 Jul 29
سياسی ډله: د ايران د اسلامی شورا استاذو نن د يوې اعلامیې په خپرولو سره د نړۍ پر درستو مسلمانانو غږ وكړ د قدس د ورځې په نړيوال ميليونی لاريونونو كې دې په پراخ او ولولوناك ګډون سره په سورئې، مصر، تيونس كې د امريكا صهونيسټانو دسيسیې او له امريكا او صهونيسټ رژيم سره د ځينو عربو مشرانو تالی څټيتوب او خيانت نندارې ته وړاندې كړی
20:16 , 2013 Jul 29
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب، حجت الاسلام والمسلمين كاظم صديقی د اروپايی ټولنې له خوا د ترهګرو په ليست كې د لبنان د حزب الله د پوځی څانګې د ور وستلو په اړه د دغه ټولنې د اقدام په غندلو سره، دغه اقدام د شرم وړ وباله.
16:54 , 2013 Jul 26
سياسی ډله: د ايران د اسلامی شورا مشر ډاكتر علی لاريجانی نن د اسلامی شورا په علنی غوڼده كې وويل د اروپايی اتحادېې له خوا د لبنان د حزب الله غورځنګ په ترهګرو ډلو كې شاملول د امريكا او اسرائيلو د ګټې لپاره اقدام دی
19:28 , 2013 Jul 24
سياسی ډله: د اسلامی انقلاب معظم لارښود پرون مازدیګر د نظام له مسئولانو او چاروالو سره په پرتمينې كتنې كې له ايران سره د امريكايانو وروستيو خبروته په اشارې سره وفرمائيل، سږكال په پيل مو ووئيل چې له امريكا سره خبرو اترو ته خوشبينه نه يو،كه څه هم په وروستيو كلونو كې مې د عراق په څير په خاصو موضوعګانو كې خبرې اترې منع كړی نه دی.
10:15 , 2013 Jul 22
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب د مصر اوسنی حالات ، د تاوتريخواليو او وژلو دوام اندیښمنونكې وباله .
19:11 , 2013 Jul 20
سياسی ډله: سيد عباس عراقچی نن په سوريه كښې د حضرت زينب(س) په سپیڅلی حرم،زيارتوالو او لمونځ كوونكو ترهه ګر بريد وغانده
19:11 , 2013 Jul 20
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب آيت الله محمد امامی كاشانی پخپلو خطبو كې دمصر وروستيو بدلونونوته په اشارې سره وويل دمصرخلك دې په هوښيارۍ سره تر پردې شا هغو لاسونوته ځير ووسی چې دوی پخپل مينځ كې له يوه بل سره ښكيلوی
17:48 , 2013 Jul 12
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت په مصر كې د ډيموكراسۍ د پرځایښت له اوزارونو په استفادې او ډيموكراټيك بهير ته د جدی ژمنتيا پر اړتيا ټينګار وكړ. او زياته یې كړې چې، ايران د مصر په كورنيو چارو كښې د نورو هيوادونو د لاسوهنې سخت خلاف دی
22:57 , 2013 Jul 08
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد نن دايران دملی رسنئ صداوسيما دنړيوالو غونډو په مركز كې دايران دنهم او لسم پړاؤ دحكومتونو دجهادی هڅې داته كلن زيار ددرنښت په دستورو كې زياته كړه دايران اسلامی انقلاب په دووغوره اومهمو موخو سره رامينځةشوې چې لومړۍ ئې دانسانانو ژغورل او آزادول او هم كمال ته هغو رسول وو
22:06 , 2013 Jul 07
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد بیګا په تهران كې د قرآن كريم د يويشتم نړيوال نندارتون په پرانيستونكو دستورو كې قرآن كريم له ټول بشريت سره اړونده وباله او روښانه ئې كړه قرآن كريم د ټول بشريت لپاره يو لارښونكی آسمانی كتاب دی
05:57 , 2013 Jul 06
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله احمد خاتمی مصر په سيمه كښې د اسلامی ویښتيا او بيدارۍ زیږنځای او يو مهم اسلامی هيواد وباله.
22:58 , 2013 Jul 05