كلتوری ډله: د كينیډا په مانیټوبا ولايت په وينيپګ پوهنتون كې د روانی ميلادی مياشتی جون له يوويشتمې نیټې تر درې ويشتمې نیټې پورې د د نړيوال دينونو مشرانو نړيواله ناسته تر سره كیږی.
23:03 , 2010 Jun 16
كلتوری ډله: د مصر په اسكندريه ښار كې د روانی ميلادی مياشتی جون له شپاړسمې نیټې د اتلسمی نیټې پورې د " اسلام او امريكې روابطو " په موضوع په نړيوالې ناستې كې د ايسسكو استازې ګډون وكړ.
23:02 , 2010 Jun 16
كلتوری ډله :د امريكې ولايت ټيكزاس په هاوسټن ښار كې د اسلامی تعليمی سنټر كې د حضرت امام علی نقی علیہ السلام د شهادت په مناسبت د عزادارۍ پروګرام تر سره شو
23:02 , 2010 Jun 16
كلتوری ډله: په لندن كې له اتلسم جونه تر شلم جونه پورې د اسلامی امت د حقيقتونو او اهدافو جاجونې لپاره د اسلامی نړۍ پوهاندو او عالمانو نړيوال ټول تر سره كیږی چې پكښې داهل بيت عليهم السلام سترې غونډی ستر كونسل غړی ايت الله محسن اراكی هم ګډون كوی.
23:02 , 2010 Jun 16
كلتوری ډله: د روس د مفتيانو كونسل او د ماسكو د اسلامی پوهنتون په ګډون سره تيار شوی كتاب" د اسلامی تهذيب اصول" به په راتلونكې نږدې كې د دې هيواد په ټولو دينی او اسلامی پوهنتونونو كې ښودلی او لوستلی شی.
23:01 , 2010 Jun 16
كلتوری ډله: د سعودی عرب په قطيف ولايت كې د روانی ميلادی مياشتی جون په پينځلسمې نیټې د حضرت امام علی النقی علیہ السلام د شہادت په مناسبت سره د عزادارۍ پروګرام تر سره كيدونكې دی.
20:36 , 2010 Jun 15
كلتوری ډله: سعودې عرب په جازان ښار كې د روانی ميلادی جون په څوارلسمې نیټې د د " نفسياتی ستونزو په علاج كې د قران پاك اغيز" په موضؤع يو سيمينار تر سره شو
20:33 , 2010 Jun 15
كلتوری ډله: د سعودې عرب د قطيف ولايت په العواميه ښار په العباس جومات كې د ښوونځو د محصلانو لپاره د قران پاك او نبوی(ص) سيرت د ښوونيزه دوره تر سره كیږی
20:32 , 2010 Jun 15
كلتوری ډله: د برونایې په پلازمينې سرې بګاوان كې د منیټری جومات كې د روانی ميلادی مياشتی جون په ديارلسمې نیټې د ځوانانو ځانګړنی د بانګ مقابلی تر سره شوی.
20:31 , 2010 Jun 15
كلتوری ډله په دبی كې د روان ميلادی كال اكتوبر اوولسمې نیټې د اسلامی هيوادونو كې د اليكټرانك حكومت په موضؤع سيمينار تر سره كیږی
20:29 , 2010 Jun 15
كلتوری ډله: د كينیډا په ټورنټو ښار كې د روانی ميلادی مياشتې جون په پنځلسمی نیټې د حضرت امام باقر علیہ السلام د نيكمرغه زوكړې په مناسبت د جشن پروګرام تر سره كیږی.
23:57 , 2010 Jun 14
كلتوری ډله: د امريكې ولايت الاباما په مونټګمری ښار كې د روانی ميلادی مياشتې جون له اته ويشتمې نیټی تر شپږم اګست پورې په دې ولايت كې د مسلمان محصلانو لپاره قرانی او كلتوری سيل ترسره كیږی.
23:57 , 2010 Jun 14