IQNA

په ؛محفل ؛ قرآني پروګرام کې د لبنان د قاري په زړه پورې تلاؤت (فیلم)

12:03 - April 09, 2024
د خبر لمبر: 3489023
ایکنا – د لبنان ممتاز قاری محمد علی قاسم د ایران د دریم ټيلیویژني چینل  په ؛محفل؛ قرآني پروګرام  کې  په شتون سره په پیل کې  د انبیاء سورې   څو مبارک آيتونه تلاؤت کړل.

د محفل پروګرام  کوربه ، حامد شاکر نژاد، استاد ابوالقاسمي او حسنین  الحلو  هم له هغه سره ملګرتیا وکړه او  په ګډه ئې ورسره لنډ تلاؤت وکړ. د قرآن  کریم د دغو قاریانو په زړه پورې تلاؤت  په محفل  پروګرام کې په زړه پورې شیبې ثبت کړې.

 له ښکلو  او په زړه پورې تلاؤتونو وروسته  حسنین  له هغه  د روژې په مبارکې میاشتې کې د لبنان  د احوال وپوښتل او محمد علی قاسم هم ووئيل، چې په لبنان کې سږکال د روژې مبارکې میاشت  د شهیدانو  بوي او رنګ درلود او له تیرو کلونو سره ډيره  په توپیر  ده .

 هغه  ورپسې د لبنان دجنوب د شهیدانو په باب خبرې وکړې . محمد علی قاسم  همدرااز د جبنت جبیل  سټراټژيکې سیمې په باب  ووئيل، چې  په  دغې سیمې  کې ډير زیات ځوانان د حق د بیرغ دفاع کوي. 

د لبنان د شهیدانو او د فلسطین د پيښو  په باب د محمد علی قاسم خبرو پر ټولو  اغیزې وشنیدلې .

 په دوام کې  په محفل پروګرام کې د لبنان ددغه ممتاز  قاري د  قرآن تلاؤت ویډیو ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي. 

د محفل  قرآني پروګرام  پرون شپې یو ځانګړی میلمه درلود، دایران د رشت د ټول  قرآن کریم  یولس کلن حافظ ،  چې د قرآن حفظ ئې له شپږ  کلنۍ پیل  کړ او تر نهه کلنۍ پورې ئې دټول قرآن حفظ پاي ته ورساوه . هغه همداراز  د مصطفی اسماعیل ، راغب مصطفی  علوش او سعید مسلم په تقلید سره  تلاؤت کولی شي.

 https://iqna.ir/fa/news/4209240

https://iqna.ir/en/news/3487862

captcha