IQNA

حضرت فاطمةالزهرا(ع)د وضاحتی جهاد بنستګره ده

17:18 - January 03, 2024
د خبر لمبر: 3488519
ایکنا-د اسلامی انقلاب سترلارښود نن سهار د اهل بیت علیهم السلام  د سلګونو مداحانو په ټول کې؛وضاحتي جهاد؛ یا بیانونکی جهاد د حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها یو ډيرغوره خصوصیّت وباله او د هغې بزرګوارې مشهورو خطبو ته په اشارې سره ئې  ووئيل،فکري انتظام ،پیاوړی منطق،د لفظونو مضبوتیا، ویاړمنه لهجه او ژبه او ادبی ښکلاوې،د حضرت صدیقةالکبری له حقایقو او معارفو ډکې خطبې،د نهج البلاغې  د خطبو په شان ترټولو ښه ورته والی دی او  دبلاغت  خاوندان  لویان ئې حیرانه کړي دي.

ایکنا نیوز د رهبرۍ دستر مقام د ویب سایټ له قوله راپور راکړ،د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي نن  داهل بیت (ع) د سلګونو مداحانو  او شاعرانو په ټول کې حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها  د وضاحتی یا بیانونکي جهاد بنسټګره وبلله  او ټينګار ئې وکړ،  د اهل بیتو د مکتب مداحان او ستایونکي دې ددغه نورانی سنت او لوي فاطمي درس په ویاړ سرهد دقیق اوسم لورنیونې  او د حرکت پنځونې  او درړونو د ګرمونکو توانمنیو  له دوو ځانګړنو سره   وضاحتی یا بیانونکی جهاد  خپله اصلی دنده وګڼي  او د انتخاباتو په څير د ورځې  په مهمو پيښو او مسئلو کې مجاهدتونو او رونټياؤ ته مخه کړي.

 حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي د حضرت فاطمة الزهرا صدیقةالکبری سلام الله علیها د  نیکمرغه زوکړې  او همداراز د د فاطمي جهاد د بیرغوال په توګه د حضرت  امام خمیني د میلاد  په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره زړونو د سردار  شهید قاسم سلیماني د شهادت  په کلیزې  د سرار سلیماني درنښت هم وکړ.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود  د آئمه معصومین(ع) په ژبه د وضاحتی جهاد او د اهل بیت  علیهم السلام خطبو   له عظمت ډک سنت دوام او هم د یوه عرب ژبي  دډيرو په  زړه پورې شاعرانو اشعارو ته په اشارې سره ووئيل،  ددغې لارې په دوام کې ، زمونږ په پړاؤ کې  حضرت امام خمینی د وضاحتي بیان بیرغ پورته کړ او  د منطق په ژبه او د ملت په ولولوې سره ئې د سلطنتي دیکتاتوري بې شرمه  اوفساد ګر حکومت  ئې بربنډ  او یو اسلامی او ولسی حکومت رامینځة کړ چې دغه تاریخي پیښه د وضاحتي یا بیانونکي جهاد په څير اهمیّت  او ظرفیّت رابرسیره کوي.

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د مداحۍ او شعرۍ  حقیقي ځائيګی او ظرفیّت د آیمه معصومینو له وخت څخه تردې دمه د وضاحتی ډګر د مجاهدینو منورې لارې ته دوم ورکول وبلل او وې وئيل،د مداحۍ  او شعرۍ هنر او مقوله چې چورلیز ئې مداح او شاعر دی او واعظ هم د هغوي ترڅنګ دی،دا ټول د اسلامی نړۍ د نرم یا سافټ قدرت یوه ترټولو مهمه برخه ده.

دوي نرم قدرت له سخت قدرت یا هارډ قدرت څخه لا اغیزشیندونکی او نافذیدونکی وباله او زیاته ئې کړه،په همدې علت ده چې  امریکا سره د ټولو پرمختللو وسلو ، د رسانۍ ، هنر ، ادبیاتو او سینما په څير په ډګرونو کې ترټولو زیاته پانګونه کوي.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د سخت قدرت اثر موقتي  او له مینځه تلونکی وباله او  له افغانستانه  ئې د امریکا بې شرمې تښتې او له سپينې ماڼۍ څخه د عراق د ولس ژور نفرت  ته په اشارې سره  زیاته کړه،سخت قدرت ونه توانید، په دغو دواړو هیوادونو کې د امریکا شتون تل پاتې  او بریالۍ کړي،البته نرم قدرت توانیدلی دی  د فلسطین د ولس په څیر  په ظاهره  اقلیت کې یوې ډلې ځان ته ددنیا توجه جلب کړې او ددنیا د توجه مرکز ګرځیدلی  دی چې دا د فلسطینیو خلکو د  مقاومت ،مظلومیّت او صبر او زغم په خاطر ده.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود  په نرم قدرت باندې د اسلامي ایران تکیه  په وروستیو ۴۵کلونو کې د هیواد یوه اصلي سټراټژي وبلله او وې وییل د دښمنانو دتوانمنیو په مقابل  کې په اغیزشیندونکو او د هیواد  دضرورت په اساس  د پرمختللو وسلو په درلودلو باؤر لرو ،خو  ژور اعتقاد لرو چې نرم قدرت،یعني  فکری،ژبنۍ او منطقي  وسلې لازیاتې اغیزشیندونکي دي او باید لا پراخې شي.دوي همدارازوفرمائيل؛ په وضاحتي جهاد کې  زړونو ته په ټکان ورکولو او د حرکت په راپنځولو کې  پر قدرت سربیره ، په هدف ترلاسه کولو کې دقت هم ډير مهم دی،ځکه  چې کله  ناکله  مثلا   اتحاد ته د اسلامی نړۍ  د ضرورت په شرائطو کې بې دقتي او بې پروائي د اختلاف اودرز د رامینځةکیدا سبب  کیږي چې ډير تاوانونه لري.

دوي همداراز ووئيل؛ په صحیفه سجادیه کې چې  د اهل بیت په مکتب کې یوه عجیبه  ښکارنده ده ، حضرت امام سجادعلیه السلام  د اسلام د پوله ساتونکو لپاره  دعا کوي چې نن سبا د اسلامی نړۍ  دزړه ټکان   او پوله ؛ غزه ده. . د غزې خلک نن سبا نه یوازې د صهیونیسټ رژيم په  وړاندې ،بلکې دکفر ،ظاعوت او امریکائي استکباري نړۍ په مقابل کې دریدلي دي  او دا چې د امریکا  ولسمشر په ډاګه وائي ، زه صهیونیسټ یم ،یعني په هغه کې د صهیونیسټانو هماغه خباثت  او پلیت اهداف هم شته دي.

حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي همداراز د وضاحتي مجاهدینو یوه دنده ، د غزې  او بدغواړو دښمنیو  د موضوع پشمول د مسئلو پيژندګلوي او بیانول وبلل او زیاته ئې کړه ، بایدد اسلام او اسلامی نظام په ضد  د امریکا او دهغې په پل د پله کیښودونکو د دروغجنو تبلیغاتو  په مقابل کې کلک ودریږو او دهغوي سپيرې نقشې او موخې ناکامې کړو.  

https://iqna.ir/fa/news/4191602/ 

captcha