ایکنا د هبه پریس له قوله راپور راکړ،دمراکش د مک ډونالډ ځنځیره ایزو ریستورانو ټولګې فیصله کړې ده په مراکش کې د زلزلې له قربانیانو سره دخواخوږئ په خاطر چې د جمعې په شپه ئې مراکش ولړزاوه ،تر درو ورځو پورې پخپلو ټولو څانګو اوټولګو کې دقرآن کریم تلاؤت خپور کړي.
دځاي رسندویو راپورونه ددې ښودنه کوي چې د په کاسا بلانکا کې دمک ډونالډ د یوشمیر ریستورانونو د ژوندئ موسیقۍ خپریدا چې ددغو ریستورانونو دوده روده ده ،درولی دي او د هغو په ځاي د قرآن کریم د تلاؤت خپریدا ته ئې مخه کړې ده.
ددغو ریستورانونو ځينو ګاهکانو ددغې ټولګې له مدیریّته له زلزله ځپلو سره د دوي دپيوستون په دلیل مننه کړې ده.
د حمعې په مازدیګر د وږې د میاشتې په اولسمه نیټه کابو اوه ریښتر زلزلې مراکش سخت ولړزاوه،چې راپورونو په اساس تر وروستیو پورې پکې دوه زره اته سوه اویا کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او کابو درې زره نور هم ټپيان شوي دي.