ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ملګروملتونو سرمنشي د افغانستان په هکله د قطر د غونډې په درشل کښې یوځل بیا په افغانستان کښې د ښځو او د انجلیو د زده کړې او د کار د بندیز د لغو کیدا پرضرورت ټینګار وکړ.
د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش وویل د هغو محدودیتونو لغو کول چې د کار لپاره د افغانستان د ښځو حقوق محدودوي بشر دوستانه مرستو ته د افغانستان د میلیونونو اړمنو کسانو د لاسرسي لپاره مهم دي.
انټونیو ګوټریش په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د افغانستان خلک سمدستي او نجات بخښونکو مرستو ته اړتیال لري وویل د دغو مرستو د وړاندې کولو د تضمین لپاره ښځې ضرروي دي.
د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په داسې حال کښې یو ځل بیا په افغانستان کښې د ښځو د کار د محدودیت د لغو کولو غوښتنه کړي ده چې ټاکل شوي ده سبا د افغانستان په چارو کښې د بیلابیلو هیوادونو د ځانګړیو استازیو او دغه د نورو هیوادونو او د ملګروملتونو د استازیو په ګډون سره د قطر په پلازمینې دوحې کښې د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه وشي.
له دې مخکې د ملګروملتونو یوې چارواکي امنه محمد ویلي وو چې د قطر په غونډې کښې به د افغانستان د حکومت په رسمیت د پيژندلو د لارو چارو په هکله غور وشي خو وروسته د ملګروملتونو ویاند ټینګار کړی و د قطر د غونډې په اجنډا کښې د طالبانو په رسمیت د پيژندلو موضوع نشته.
له بلې خوا طالبانو هم د ښځو او د انجلیو د کار او د زده کړې د محدودیت د لغو کولو لپاره غوښتنو ته په غبرګون کښې دغه کار د افغانستان داخلي موضوع وبلله.