ایکناخبری آژانس د آناتولي له قوله راپورراکړ،د قرآن دختم د یو زر یو دستورې پنځه پيړۍ پخوانۍ مخینه لري او په دې کې د ارزروم خلک په یوې میاشتې کې په کورونو،جوماتونو او ددغه ښار په واټونو کې دقرآن کریم دختم دستورې ترسره کوي.
ددغو دستورو بنسټګر،د سلطان سلیم اود هغه دزوي سلطان سلیمانقانوني د حکومت په پړاؤ کې د ارزروم اوسیدونکی دیني عالم او صوفي پيرعلی بابا دی. په دغه ښار کې له مرګوني زلزلې وروسته او په خلکو کې د وباؤ په خوریدا پسې پيرعلی بابا پخپل آسپ باندې په سواریدا سره د ښار به مختلفو سیمو کې ګرځيد او په د اسې حال کې چې پر آسپ سور وو،د قرآن تلاؤت به ئې کاوۀ او له خداوندمتعال څخه ئې غوښتل څو ددغه ښار خلک د بلاګانو،جنګ او ناروغیو له شره خوندي وساتي.
له دې وروسته ددغه ښار خلک هر کاله د لیندۍیا قوس د میاشتې له مینځیو د غوائ یا قوس د میاشتې ترمینځیو پورې کابو په یوې میاشتې کې د قرآن یوزر یو دختم دستورې ترسره کوي.
د قرآن دختم دستورې د پير علي بابا له مقبرې سره نزدې پیلیږي او د اولو په تاریخي جومات کې دوام مومي.له یوه پلوه،د قرآن یوشمیر حافظان پر آسونو سواریږي او د ښار په مختلفو کوڅو او واټونو کې ګرځي او دقرآن کریم تلاؤت کوي.
د ترکیې د ارزروم ښاروال محمد سکمن په دې باب روښانه کړې ده ،هغه سنت چې دینی عالم پیر علی بابا ئې بنیاد کیښودلی،طبیعي پیښو په وړاندې د ارزروم،ترکیې او اسلامی نړۍ د خوندي ساتلو په موخې سره پيل شوي او دوام ئې موندلی دی.
د ارزروم د وخت حاکم سیف الدین عزیز اوغلو،ددغه اقدام هرکلی وکړ او د لومړي نړیوال جنګ تر پیلیدا پورې ئې دوام درلود. له جنګ وروسته، دغه سنت د ارزروم د وخت د مفتي محمد صادق سولاک زاده افندي په فرمان او د مصطفی کمال اتاتورک په مجوز سره،بیرته پیل شو اوتر نن پورې دوام لري.
په ارزروم کې د ترکیې د اوسیدونکو ددغه پخواني او دودیزو دستورو ددرنښت په مناسبت یوه ویډیوئي کلیپ او انځوریز راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.