ایکناخبری اژانس راپور راکړ ، د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) یو لمسی او د امامت د آسمان نهم ځلانده ستوری حضرت امام محمد تقي الجواد علیه السلام د عظمت او منزت په باب دهغه بزرګوار پلار حضرت امام علي ابن موسی رضا علیه السلام فرمائيلي دي ؛ زۀ د داسې یوه زوي لرونکی یم چې د موسی (ع) په شان د علم د سمندرونو څيرونکی دی .
حضرت امام محمد تقي (ع) په اته کلنۍ کښې امامت ته ورسېد او د امامت دوران يې اولس کاله ؤ، يعنې هغه حضرت د خپل امامت دوران له ماشومتوبه تر ځوانۍ پورې تېر کړی دی .
د امام جواد (ع) د امامت په دوران کښې مختلفو اسلامي او غېر اسلامي فرقو وده کړې او د نورو ملتونو علومو او فنونو ته خاصه پاملرنه شوې وه، نو ځکه هغه حضرت په علمي او اعتقادي بحثونو بوخت ؤ د مختلفو دينونو له مخالفانو سره په مناظرو کښې د خداي لخوا ورکړل شوې عملي سرمائې څخه ئې د امامت دفاع وکړه.
د ايران د اسلامي جمهوريت خداي لټونکي خلک د امام محمد تقي (ع) د ميلاد د کليزې په موقع په مقدسو ځايونو په تېره بيا د هغه حضرت د بزرګوار پلار حضرت امام رضا (ع) په پاک حرم کښې برمناک جشنونه لمانځي چې سږ کال هم د کرونائي بحران په وجه دغه مراسم په آنلائن توګه نمانځل کيږي.
د ایکناخبري آژانس درست کارکونکي په دې مناسبت د نړۍ درستو پتمنو په تیره تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکي وائي .