ایکناخبری آژانس دتسنیم له قوله راپور راکړ، د روسیې دکرملین ماڼۍ دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون ناوخته هند ته په سفر کې له هندي لومړي وزیر نریندرا مودي سره لیده کاته وکړل . د دواړو هیوادونو درهبرانو ناسته تر درو ساعتونو هم زیاته اوږده شوه او د خبرواترو په پاي کې یوه ګډه اعلامیه هم صادره شوه او دغه راز د دواړو هیوادونو ترمیڼځ څو دوه اړخیزې موافقې هم لاسلیک شوې .
دروسیې ولسمشر او هندي لومړی وزیر په دې باب له یوه بل سره یو شان نظر لري چې له ایران سره شوي جامعه نړیواله ایټمي موافقه باید په بشپړ ډول تحقق ومومي او د وخت له ضائع کیدا پرته دې نړیواله ټولنه دغه موضوع پاي ته ورسوي څو د سیمې او نړۍ یوه ترټولو مهمه او اوږده شخړه حل شي . دواړو لورو دهغو هلوځلو چې همدااوس ددغې نړیوالې ایټمي موافقې د زرترزره احیاء لپاره روانې دي ، بشپړ ملاتړ وکړ .
په دغې اعلامیې کې همداراز راغلي دي ، دواړه لوري ، په افغانستان کې دسولې ،امنیت او ثبات له ټینګیدا او دمځکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ څخه چورلټ ملاتړ کوي او د افغانستان له ولس سره دانسان دوستۍ د مرستو پر لیږدولو ټينګار کوي . البته دواړو خواؤ په دې هم ټينګار کړی ، چې باید ا فغانستان د ترهه ګرو او ترهه ګرۍ په ځالې بیا بدل نشي او دغه راز دغه ټاټوبی دیوه هیواد په ضد هم استعمال نشي .
https://www.tasnimnews.com/fa/news/1400/09/16/2621538/تأکید-روسیه-و-هند-