د ایران د خارجه وزارت ویندوی سید عباس موسوی د شهید قاسم سلیمانی ته د امریکایی چارواکو بدرد ویل او کینې ته په شاارې سره وویل د شهید سلیمانی له ایډیال دامریکا ویره حتی د دغه اتل د ژوند له پړاوه زیاته شوی ده .
موسوی د شهید سلیمانی په هکله د ځینو پخوانیو او اوسنیو چارواکو شرمونکیو ویناو په غبرګون کې جوته کړه دا چی حرفه ای جنایتکاران د خپلو جنایتونو سپیناوی ورکړی کومه نوی خبره نده خو هغه څه چی د خواشینۍ وړ او د امریکا د استکباری خوی ښودنه کوی ، په ملګرو ملتو او د هغه په موضوعی راپور ورکونکۍ د هغو د ګستاخانه غبرګون څرنګوالې دې .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی همداراز ټینګار وکړد شهید سلیمانی په لوی توب کی همدغه کافی ده چی پر مځکه تر ټولو سخت زړی کسان اوتر ټولو زیات قانون ماتونکی رژیمونه د هغه دښمنان وو .
د ملګرو ملتو ځانګړ راپور ورکونکۍ میرمن اګنس کالامارد په تیره نهې ورځ د عراق د بغداد هوایی ډګر ته نږدې د سردار سلیمانی او د هغه د ملګرو په ترور کې د امریکا د جنایت په اړه په یوه راپور کی دغه کار غیر قانونی او دنړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ وبلله
parstoday.com