د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، په دغه ویډیو کښې ښودل شوی دی چې دیمن په جنوب کښې لحج او په جنوب لویدیځ کښې تعز کښې دحکومتی عسکرو مرکزونو ته دنفوذ لپاره د سعودی عربستان د ګوډاګیانو هڅه له ماتی سره مخ شوی ده .دغه راز دیمن په المینا ښار کښې په یوې سیمې کښې په څلورو کورونو د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف د بې پایلوټه الوتکو په حملې کښې د دوو(۲) میرمنو او دیوه(۱) ماشوم په شمول پینځه(۵) کسان ژوبل شوی دی .
دیمن په بالجاح سیمه کښې په الکرامه سیمې کښې دیوه(۱) ښاریز په کور د سعودی عربستان د جنګی الوتکو په بیګا شپې حملې کښې هم اته(۸) ملکی وګړی ژوبل شوی دی .
د سعودی عربستان جنګی د رازح سرحدی ښار په شعبان سیمې هم حمله کړی ده او یوه بوډې میرمن یې وژلی ده .
سعودی عربستان له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې د امریکا، د متحده عربی اماراتو، اردن ، انګلستان وغیره په مرستې سره دیمن پرضد حملو او بمباریو او له ځمکې ، هوا او سمندر څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i78544
نړیواله ډله:
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل،