قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د امام رضا علیه السلام د زیارت خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د هندوستان هیواد ۶۴ مسلمانانو له امام رضا علیه السلام د زیارت له نفایس او قرآن موزې ننداره وکړه.
د دې زیارتی ډلې مشر علی کاساملی څرګنده کړه: د رضوی زیارت قرآن موزه کې لرغونې او نفیس قرآنونه شتون لري، چې ارزښت لرونکي او نایاب دي.
کاساملي وویل: په کال کې له ۲۰۰ نه زیات هندی مسلمانان د حضرت امام رضا علیه السلام د زیارت لپاره ایران ته د کاروان په شکل کې راولې او د هغوي لارښودنه کوي.
هغه زیاته کړه: د امام رضا علیه السلام د زیارت مدیریت ډېر ښکلې دي او ټول امکانات د زیارت کوونکو او د امام رضا علیه السلام زائرانو لپاره په زیارت کې موجود دي او همدارنګه د امام رضا علیه السلام د زیارت کولو په وخت کې زمونږ په مختلفو مرحلو کې لارښودنه کوې.
د هندوستان د زیارتي کاروان لارښود وویل: د امام رضا علیه السلام په زیارت کې د الله نه ډېرې غوښتنې لرم او مهمه غوښتنه می دا ده چې د امام رضا علیه السلام د زیارت بېرغ ځان سره خپل هیواد ته وې سم چې نور مسلمانانو ته د امام رضا علیه السلام د نوراني سیرت او ویناوو رسولو پیغام وې.
هغه په اخیره کې وویل: دې کاروان کې د راغلې کسانو دا لومړي ځل دې چې د امام علی ابن موسی الرضا علیه السلام زیارت ته راغلې دی او دا کاروان به یوه هفته مشهد کې پاتې وې.
http://iqna.ir/fa/news/3500637