IQNA

الجزایر کې د نړۍ تر ټولو لوړه مناره جوړېږي

15:28 - May 09, 2016
د خبر لمبر: 3480026
نړیواله ډله: د الجزایر اعظم جومات چې د جوړښت کار یی اخیرنۍ مرحله کې دې له جوړېدو نه پس به د نړۍ ترټولو لوړه مناره وې.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ګاردین ورځپاڼې نه په نقل، د الجزایر کې د نړۍ تر ټولو لوې جومات جوړېږي چې یوه مناره یی ۲۶۵ مېټر لوړه ده، د نړۍ ترټولو لوړه مناره ده.

دا جومات چې مساحت یی ۲۰زره مربع مېټر دې د عبادت ځای سره سره د ۱۲۰ زره لمونځ کوونکو ځای لرې چې په کې ۱ میلیون کتابونو لپاره کتابتون، یو قرآنی مدرسه او د اسلامی هنر او تاریخ موزه هم شتون لري.

همدارنګه د دې د شمسي تختو له لارې به ورته برېښنا ورکړلی کېږي او د باران اوبه جمع کول او د هغې نه استفاده کول به هم دې جومات کې جوړېږي.

امکان لري چې د دې ستر جومات جوړېدل به تر کال ۲۰۱۷ پورې تر سره شي.

د دې جومات د لګښت اندازه تقریباْ ۱.۴ میلیارد ډالر ښودلې شوې.

http://iqna.ir/fa/news/3495494


captcha