IQNA

د تفسیرونو او مفسرانو معرفي کول/16

داسې تفسیر چې د قرآن معنوي او لفظي راز بیانوي

7:09 - February 07, 2023
د خبر لمبر: 3486863
اایکنا-(تهران)د ؛غرائب القرآن او رغائيب  الفرقان ؛نومې تفسیر دلفظي او معنوی راز په بیانولو کې پر جامعیّت سربیره،مطلبونه ئې داسې منظم کړي دي چې لاس رسی ورته آسان شوی دی.

ایکنا راپور راکوي، د نظام الدین حسن بن محمد نیشابوري  تالیف ؛غرائب القرآن و رغائب الفرقان؛نومې تفسیر په ارشاري کړچار سره داسې عقلي تفسیر دی چې د قرآن معنوي او لفظي  تعلیماتو ته پّ پام سره لیکل شوی دی. دا د قرآن  کریم یو تر ټولو ښه تفسیر ګڼل کیدلی شي  چې توانیدلی دی  د قرآن کریم ظاهري او باطني  او معنوی او لفظي رازونو ترمینځ پیوند وساتي.

نظام الدین حسن بن محمد بن حسین خراساني (۷۲۷قمری کال)،چې په نظام اعرج مشهور دی،د سالامي دنیا یو حافظ دی .د هغه کورنۍ اوقبیله په قم کې اوسیدله ، خو په نیشابور کې پيدا شوی ؤ او همدلته روزل شوی ؤ.د هغه دنظر دقت،تجروبه،تحقیق،ادب او فضل په ورپسې متفکرانو او پوهاندو کې مشور دی . ههغه دعقلی علومو خاوند ؤ او د عربو په ادبیاتو او ژبې کې توانمن ؤ. دهغه له آثارو څخه ډير تالیفات پاتې دي چې د قرآن په تفسیر کې ئې؛اوقاف القرآن او  لب التاویل  ته اشاره کولی شو.

د غرائب القرآن ځانګړنې؛ نیشابوري  دغه تفسیر له فخری رازي له تفسیره اقتباس کړی او زی محشری  کشاف  د هغه بله سرچینه ده . نیشابوری یوازې د فخر رازی  او زمحشری پر نقل او قول هم بسنه نه ده کړې او  هغه دقیق ټکي و تحقیقات ئې چې  د هغه له فهم راپورته شوي ،هم  ورزیات کړي دي.په دغه تفسیر کې  د صحابی اوتابعي مفسران او نبوي روایتونوه ځانګړی ځاي لري.

هغه  له مطرح شوو سرچینو څخه د فخري رازی او زمحشری  د عبارت  نقلولو ته پابنده نه ؤ او پر دغو سرچینو ئې ډير ټکي ورزیات کړي دي او د هغوی د رائ د ردولو په بڼه کې ئې  دا موضوع هغوي ته رسوله او د هغوي په کلام کې د نیمګړتیا په بڼه کې به ئې هغه بشپړ کاوه او  د زمحشری او رازي د نظریاتو ترمینځ په اختلاف کې  ئې د هغوي د یوه نظر په سموالي کې خپل  نظر بیان کړی دی.

هغه د تفسیر په پآي کې ددغه تفسیر په لیکولو کې د خپلې انګیزې په بیانولو سره لیکي؛ ددغه تفسیر له لیکلو زما یوه انګیزه دا ده چې  زما د دنیوي ژوند په څير ووسئ او زما له آخرت سره ملګری شئ. بله انګیزه دا چې  دهغه تفسیر ښه بحثونه چې  دقرآن دمعجزو په اړخونو کې  کارندوالی لري او  دالفاظو مشکلات حل کوي او په تیت پرک ډول موجود دي ،غونډ او ثبت کړم  او اساسا د لغت،لفظونو،د بیان معنا او د هغو مختلف اړخونو  په څير ادبی بحثونه هاله ګټه ور د ي چې په قرآن کې ئې کارندوالی مخشص شي او ورځینی استفاده وشي او زه هم له  همدې پلوه دغه شان بحثونو ته وارد شوی یم:::

نیشابوری د تفسیر په لیکلو کې خپله خاصه روده درلوده. هغه  د سورو په پیل کې، د سورې ،د  مکي  او مدني شونې،د آیتونو شمیر او ورسره اړونده قولونو، دهغو د کلمو او ټکو شمیر په څير کلی اطلاعات وړاندې کوي. د قرآني آیتونو  له ذکر وروسته،ډول ډول قرائتونه  د هغه دتلاؤت  کونکي په مشخص کولو سره معلوموي او د قرائتونو  د اختلاف په بڼه کې یوازې   د قرائت د علم  د مشهورو لس  مخکښانو په تلاؤت  بسنه کوي.

پر جامعیّت سربیره ددغه تفسیر په خانګړنو کې  د مطلبونه دسته بندي هم شامله ده چې  لاس رسی ئې  ورته آسان کړی دی. هغه  مطلبونه څو برخو کې غونډ کړي دی. د تفسیر په برخې کې ئې هم مطلبونه  په څو برخو ویشي او هر بحث په څو مسئلو سره.په دې مینځومیان کې ،پخپلو کې د نقل قولونو سره جلاکولو او  هم مطلبونو ته په آسانۍ سره په لاس رسي کې  د آیت  دمطلبونو په بیلولو کې ډير رول لري.  

captcha