ایکناخبری اژانس د المصری الیوم له قوله راپور راکړ،د مصر د قران کریم د نړیوالو سیالیو نهه ویشتم پړاړ دمصر د اوقافو د وزیر محمد مختار جمعه په شتون سره پیل شوی دی.
هغه ددغو سیالیو په پرانیستونکو دستورو کې پخپلې وینا کې ووئيل،دمصر په مبارک ټاټوبي کې د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو نهه ویشتم پړاؤ یو ځانګړی قرآنی جشن دی چې له شنبې راهسې پيل شوی او تر چارشنبې پورې به دوام ومومي او د نړۍ آسمان روښانه کوي او فضا هم نوراني کوي.
د مصر د اوقافو وزیر ددغو سیالیو سره یو ځاي ځینو پیښو ته اشاره وکړه چې په هغو کې تر ټولو مهمو د سیالیو په څنډې کې د شپې مهال د ځينو ورکشاپونو او روزنې په روایت د مصر د لوړپوړو قاریانو په شتون سره دقرآني محفلونو ترسره کیدا ته اشاره کولی شو.
د مصر د اوقافو وزارت ددینی حوزې د پخواني مشر شیخ جابر طایع هم پخپلې وینا کې ووئيل، سږکال د قرآن کریم سیالۍ له تیرو کلونو سره فرق کوي او په هغو توپیرونو کې ،د نړۍ له ۵۸هیوادونو څخه پخپلې خوښې د قاریانو او حافظانو شتون او د سیالیو دنغدو جایزو دوه برابره کیدا ده . هغه ددغو سیالیو په ترسره کیدا او دغه راز له غیر عربو هیوادونو څخه د ګډون کونکو په شتون د خوښئ په ښودلو سره دا چاره، په درستې نړۍ کې د اسلام او قرآن د شتون د پراختیا له کبله وبلله .