IQNA

ګل غوټیَو!له خداي سره دوستان شئ او داسې کار وکړئ چې د هیواد لوي میرمنې شئ

6:53 - February 05, 2023
د خبر لمبر: 3486851
ایکنا-(تهران) داسلامی انقلاب معظم لارښود د ؛فرښتو د جشن ؛په نامې سره له معنویّت او تاندوالي په ډکو دستورو کې تازه مکلف شوي  او بلوغت ته  رسیدلي ګل غوټیو ته په  خطاب کې روښانه کړه،تاسو په دغې لوئې مبارزې کې چې د ایران ملت له ظلم ،بدبختیو او توپیر سره پيل کړې، غوره رول ولوبوئ،هماغه شان چې له تاسو مخکینو میرمنو هم ډير زیات رول لوبولی دی او اوس  خلک  په کتابنوو کې د هغوي د لوي رول په مطالعې کولو سره ، د اسلامی انقلاب  د کلونو په اوږدو کې د هغو له ډيرو زحمتونو اوکړاؤنو خبریږي.

ایکناخبری آژانس د رهبرۍ د ویب سایټ له قوله راپور راکړ،د متقیانو د مولا امام علی علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په شپه د هغو سلګونو زده کونکو انجونو په شتون سره د له معنویّت او تاندوالي په ډکو د ؛فرښتو جشن ؛نومې دستورې،چې تازه بلوغت ته رسیدلي،د امام خمینی په حسینیې کې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود په  امامت سره د مغرب او ماسخوتن لمونځ په اقامه کولو سره ترسره شوې.

په دغو دستورو کې  چې په یوې تاندې او روح بخښونکي فضا کې ترسره شوې ،زده کونکو انجونو د خپلې بندګۍ  او عبادت د سپرکي د پیلیدا جشن ولمانځه.

همدناراز د اسلامی انقلاب معظم لارښود په یوې لنډې وینا کې  انجونو ته د بلوغت او مکلف کیدا داختر او جشن په مبارکۍ وئيلو سره وفرمائيل؛ زما خوږو لوڼو او ګل غوټَیو! دبلوغت جشن یو واقعي  عید او جشن دی،ځکه چې د بلوغت له دغو شیبو تاسو  دا وړتیا پیدا کړې ده چې خدای تعالی له تاسو سره خبرې وکړي او تاسو ته دنده درکړي چې  هغه ترسره کړئ او دا رتبه ،یعني د ؛خدای مخاطب شونه؛په انسانیت کې ډيره ارزښتمنه روتبه ده.

دوي انجونو ته په خطاب کې وفرمائيل؛ دبلوغت جشن یعنی تاسو اوس ماشومان نه یاست،بلکې زلمیانې  او مسئولیّت منونکي یاست، او په کورنۍ ،ښونځي  او له خپلو دوستانو سره د لوبو په چاپيریال کې ښه ومثبت اغیز شیندلی شئ او نوروته هم سمه لاره ښودلی او دهغوي  لارښونه کولی شئ چې دا د مونږ ټولو په غاړه یو مسئولیّت دی.

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د خواږه ایران په تاریخ کې د لویو او اغیز شیندونکو میرمنو ځلیدا ته په اشارې سره  ووئيل؛نن سبا  دمونږ غوره و مسئولیّت منونکی میرمنې،په هغو عملی ،عملی او جهادي برخو کې چې د هیواد د ویاړ تومنه دي، دتیر وخت په نسبت ډيرې زیاتې دي. تاسو هم هڅه وکړئ په درس او کتاب لوستلو سره  و په کار او فکر کولو سره ،په راتلونکي کې د خپل خواږه اوویاړمن هیواد دلویو میرمنو برخه شئ.

https://iqna.ir/fa/news/4119485

 

captcha