IQNA

په کینیډا کې د دینونو د پلویانو ګډه جشنواره ترسره شوه

16:25 - February 04, 2023
د خبر لمبر: 3486848
ایکنا-(تهران)د کینیډا د هالیفاکس ښار د جومات د غونډو په مرکز کې د دینونو د سلګونو پلویانو په شتون سره د ددینونو  او څو کلتورونو  ګډه جشنواره ترسره شوه.

ایکناخبری آژانس د  سی بی سی له قوله راپور راکړ، دغه جشنواره پرون او له جمعې لمانځه وروسته ترسره شوه او  لیدونکي  له اسلام او مسلمانانو  سره له  اړونده  اصولو او موضوعګانو سره بلد شول.

 دهالیفاکس ښار د جومات امام عبدالله یوسري په یولړ څرګندونو کې ووئيل،  ددغې ګډې جشنوارې  دترسره کیدا موخه دمختلفو دینونو د پیروکارو  ترمینځ د اړیکو او پلۀ جوړول دی، دغه جشنواره  دکرونائي بحران  په دلیل له درو کلونو ځنډ وروسته  ترسره شوه.

 هغه روښانه کړه،دغه شان لومړنۍ جشنواره  په پیل  کې په ۲۰۱۵کال کې  جوړه شو او له دې وروسته هر کال  جوما ته ډير زیات کسان جذبیږي.

په دغې جشنوارې کې ګډون کونکو  د مسلمانانو د جمعې لمونځ او خطبې  هم ولیدې او له درستې اسلامی نړۍ څخه د  اسلامی دودیزو قالیو او دعربانو دخوشخطۍ په باب  ئې ډیر څه زده کړل.

 دوي همدرااز د  اسلام په باب   په یوه تاریخي مجازي  واقعیّت   ټور کې   د مکې او مدینې د ښارونو په څير  له اسلامي سپيڅلو ځایونو سره  هم آشنا شول .

په دغې جشنوارې کې یوه ګډون کونکي برایّن ګارنر ووئيل،زه له دې مخکې  هیڅکله هم جومات ته  نه وم تللی او یوازې مو دا فکر کاوۀ چې  د جومات ددنه څه شی دي،زما په اند جومات ، یوډیر آرام بخښونکی ځای دی .

 دسنټ انډرو کلیسا  پاتریکا بټس  هم ووئيل، دیوې سوله ایزې ټولنې د درلودلو لپاره باید  یوبل درک کړو. دا د مونږ دنده ده  چې یوه بل ته د دوستۍ لاسونه ورکړو او د متقابلې دوستۍ لاس هم ومنو.ما د اسلام په باب ډير څه زده کړل ځکه د مسلمانانو د ټولنې له ډيرو وګړو سره بلد شوی یم.

 

https://iqna.ir/fa/news/4119569/%D8

captcha