ایکناخبری آژانس د الوطن له قوله راپور راکړ د مصر د اوقافو وزیر محمد مختارجمعه ددې خبر په اعلانولو سره روښانه کړه،د سیالیو د غوره کسانو د قدرونې او د جایزو د ورکولو دستورې به روان کال د روژې د میاشتې په اومه شبه یعني د قدرپه شپه ترسره شي.
هغه په خبری ناستې کې د مصر د قران کریم د نړیوالو سیالیو د جزیاتو د ارزونې په باب چې د سلواغې د میاشتې په اتمه نیټه په قاهرې کې ترسره شوي ،ووئيل، په پایزو دستورو کې غوره کسانو ته د میډال پر ورکولو سربیره به نغدې جایزې هم ورکړل شي.
د مصر داوقافو وزیر ددغه هیواد له ولسمشر څخه ددغو سیایو د ترسره کیدا څخه د مالی ملاتړ، د جایزې د نغدو پیسود زیاتولو او دقرآن کریم دخدمت دملاتړ په دلیل قدرونه او مننه وکړه.
هغه ددې خبرې په کولوسره چې دغه سیالۍ به د سلواغې په پنځلسمه نیټه یعني په راتلونکي شنبې ورځې پیل شي او تر پنځو ورځو پورې په دوام ولری ووئيل،په دغو سیالیو کې د ګډون کونکو هیوادونو شمیر ۵۷ ته رسیدلی چې ۳۳افریقائي هیوادونه پکې شامل دي او د مصر چاډ،اردن،فلسطین،عربستان،سوډان اوعمان څخه اووه قاضیان هم پکې برخه اخلي . به دغو سیالیو کې له درستې نړۍ یو سل اوه ګډون کونکي برخه اخلي او د جایزې د پیسو په زیاتیدا سره ئې جایزه هم دوه میلیون مصري پونډو ته رسیدلې ده .