IQNA

افغانانو د سوېډنیانو د سپکاویو په ځواب کې ددغه هیواد بېرغ ته اور واچوه

16:51 - January 26, 2023
د خبر لمبر: 3486808
ایکنا-(تهران)د افغانستان په جنوب او جنوب ختیځي ولایتونو کې په زرګونو افغانانو، قرآن کریم ته د سوېډن د افراط پالو د سپکاوی په غبرګون کې د دغه هیواد بیرغ ته اور ورته کړ.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د سوېډن حکومت څو ورځې وړاندې  د دریم ځل لپاره د قرآن د سوځولو د جواز د صادرولو په ترڅ کې د قران د سوځولو لپاره  د افراطي ګوند سرغنې راسموس پالوډن امنیت هم ټینګ کړ.  له هغه وروسته په هالنډ کې هم د پګېدا د افراط پال ګوند سرغنې اډوین واګنسولد هم قران شریف څیرې کړ چي دغه وحشیانه اقدامات له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخامخ شول.

د غبرګونونو د بهیر په دوام کې دا ځلې په افغانستان کې له خوست وروسته په کندهار کې خلګو د سوېډن په خلاف مظاهرې وکړې او د دې هیواد بیرغ ته یې اور واچوه.

مظاهرکوونکو د اسلامي مقدساتو سپکاوی یو غیرانساني او غیراخلاقي عمل وباله او د نړۍ له مسلمانانو ئې غوښته وکړه چي د دغو سپکو سپورو په وړاندې چوپه خوله پاته نه شي.

له دې مخکې، په ننګرهار،زابل، خوست او پکتیا کې هم پراخې مظاهرې شوې وې او د طالبانو د حکومت چارواکو هم د قران  سپکاویو ته سخت غبرګون ښودلي دی.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126864

captcha