IQNA

د قرآن د تلاؤت هنر/23

د قرآن کریم هغه قاری چې په ماشوموالي کې استاذ شو

15:16 - January 26, 2023
د خبر لمبر: 3486804
ایکنا-(تهران)شحات محمد انور د مصر یو هغه نامتو قاری ؤ چې د هغو وړتیاؤ په دلیل  چې په دې زمینې کې ئې درلودې، ډير زر ئې پرمختګ وکړ او مشهور شو.د قرآن په قرائت کې د هغه مهارت داسې ؤ چې له هماغه ماشوموالي ځینو ورته استاد وئيل.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ، استاد شحات محمد انور د ۱۹۵۰کال دجولائي په لومړۍ نیټه  د مصر د قهلیه ولایت په کفرالوزیر کلي کې زیږیدلی ؤ .د هغه د زیږیدا درې میاشتې نه وې تیرې چې پلار ئې په حق ورسید او هغه په اته کلنۍ کې د ټول قرآن کریم حافظ شو.

د سعید عبدالصمد الزناني  او حمدي زامل په شان استاذان هغه قاریان وو چې د استاد شحات انور د هستوګنې د ځاي په قرآني ټولنو په شتون سره لامل شول د قرآن تلاؤت تعقیب کړي. د استاد شحات انور په غوره ځانګړنو کې  د هغه ناڅاپي پرمختګ ته اشاره کولی شو.هغه تلاؤتونه چې له شل کلنۍ مخکې ئې درلودل،سبب شوي ،په خلکو کې ډير مشهور شي،.شحات محمد انور په دغه فرصت کې ډیر کم وخت درلود څو له خپل ځانه پیاوړی شخصیّت جوړ کړائ شي.

پخپله ئې دخپل ماشوموالي د وخت په باب وئيلي دي ،په هغه پړاؤ کې ما د قرآن کریم په حفظ کولو سره نه بیانیدونکي نیکمرغي ترلاسه کړه، په تیره بیا د قرآن کریم د حفظ له بشپړولو وروسته،په دې خاطر چې ډير ښه  غږ مو درلود او زما لهجه  او اندازد سترو قاریانو په څیر ؤ،له خپلو همعمره کسانو مخکې شوم او په هغو کې په ؛ کوچني استاد؛ مشهور شوم.

دغه شان ځوان چې په مرتب ډول په مختلفو ناستو کې دقرآن کریم تلاؤت ته مخه کوي،په دې زمینې کې ئې ډيرې وړتیاوې  ترلاسه کړې وه، داسې چې د میت غمر ښار دمرکز مشر  دهغه لپاره یو بلن لیک ولیږڅو په یوې هغې ناستې کې چې د دمصر ریډیو لومړني مشر خداي بخښلي ډاکټر کامل البوهي  پکې شتون درلود،د قرآن کریم تلاؤت وکړي. له دې وروسته وه چې ریډیو ته وبلل شو څو په آزمایشي ټوګه دقرآن کریم تلاؤت وړاندې کړي.جیوري پلاوی یا قاضیان  د هغه د قرآئت له آوریدو وروسته حک بک پاتې شول او له هغه ئې وغوښتل څو د موسیقۍ په کلاسونو کې ګډون وکړيڅو د موسیقۍ له ماډرن آلو سره بلد شي. هغه  له دوو کلونو وروسته او په ۱۹۷۹کال کې بریالی شوریډیو ته وارد شي او پروګرام اجرا کړي.

استاد شحات انور ،په کرتو له مصر څخه په بهر کې یعني په لندن،لاس انجلس،آرجنټاین،اسپانیا،فرانسې،برازیل،د فارس خلیج دڅنډې هیوادونو،نیجریه،زئير،کامرون او نورو  ډيرو اسلامی هیوادونو ته سفرونه وکړل او دقرآن کریم تلاؤت ئې وړاندې کړ.

استاد شحات محمد انور درې زامن او شپږ لوڼه لري او ټول د  درست قرآن حافظان دي. انور شحاتمحمد انور  او محمود سحات محمد انور ،د استاد شحات انور ترټولو مشهور زامن دي.

 هغه دخپل عمر د پاي په څلورو کلونو کې د بډورو د ناروغۍ په دلیل د قرآن په ټولنو کې تلاؤت نه کاوه او تر یوې مودې پورې په روغتون کې بستري ؤ او بلاخره په ۵۷کلنۍ کې ئې له نړۍ سترګې پټې کړې.

https://iqna.ir/fa/news/3947186

captcha