ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان لوړ رتبه عالمانو او دیني پوهانو په هیواد کې د ترهه ګرو عناصرو له اقداماتو د برایت په اعلانولو سره د اسلام د شریعت په نوم هر ډول تاوتریخوالې او وسله وال خوځښتونه حرام اعلان کړل .
په اسلام اباد کې د اهل سنتو او شیعیانو لوړ رتبه عالمانو په یوه ګډه غونډه کې په پاکستان کې د اسلام په نوم د وسله والو تاوتریخوالیو د زیاتیدا او ترهه ګرو عناصرو پرضد ګډه بیانیه صادره کړه .
د پاکستان ستر مفتی تقی عثماني هم یوه فتوا صادره کړی ده چی پکې د پاکستان دولت پرضد هر ډول وسله وال فعالیت حرام بلل شوی دی .
پاکستانی عالمانو ویلی دی تکفیر او د مسولانوغیرمسلمان بلل او یا د هیواد اورګانونه چی د اسلام په اساس جوړشوي دي هیڅ توجیه نلري او دمذهبونو مشرانو له دغه ډول عناصرو خپل برایت اعلانوي .
دغه عالمانو د پاکستان د تحریک طالبان ترهه ګرې ډلې افراطي لیدتوګې رد کړي دي .