ایکناخبری آژانس د stepvideograph له قوله راپور راکړ، په دغو دستورو کې د ترکیې مسلمانو میرمنو او سړیو سره دماشومانو ګډون وکړ او په ټولنیزو چینلونو کې ئې ډير انځورونه او فلمونه خپره شول.
له دې مخکې هم د راسموس پالوډن په دغه سپير اقدام په غبرګون کې د قرآن کریم تلاؤتونه او په جوماتونو کې د زرګوو ترکیه والو شتون ترسره شو،پالوډن د تیرې شنبې په ورځې په سویډ کې دترکیې دسفارت په وړاندې د قرآن کریم یوې نسخې ته اور ورته کړی ؤ. دهغه دغه اقدام دترکیې د چارواکو له سخت غبرګون سره مخ شو او له ناټو سره ددغه هیواد د یوځای کیدا لپاره د خبرواترو د دوام په خاطر انقرې ته د سویډ ددفاع وزیر سفر هم د ترکیې د دفاع وزیر له خوا لغوه شو.
د قرآن کریم د صف سورې د اتم آیت دتلاؤت یوه برخه چې فرمائي «يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ: ؛غواړي د خدای نور پخپلو خولو سره په پوو کولو سره خاموش کړي او حال دا چې خدای که کافران خوشال نه شي بیا هم خپل نور به بشپړ کړي؛.
په ترکیې کې د سویډ د سفارت په وړاندې د قرآن کریم دشوي تلاؤت یوه لنډه شان ویډیوستاسو خدمت ته هم وړاندې کوو.