IQNA

قرآن څه وائي/45

حقیقي لاره کومه یوه ده ؟

14:29 - January 23, 2023
د خبر لمبر: 3486789
ایکنا-(تهران) داسې مختلفیې لیدتوګې شته چې په انسانانو کې د ؛دین ؛په توګه مطرح شوي او یو شمیر پیرو کار لري. ددې په باب چې کوم دین حق دی ،مختلف مطلبونه مطرح شوي چې د قرآن له نظره دغه موضوع د توجه وړ ده.

کله د دین دحق شونې یا ناحقه کیدا خبره کیږي، نو د سنجولو لپاره ئې مختلف معیارونو ته توجه کیږي. د قرآن کریم یو آیت همدې موضوع ته اشاره کوي، او یوه ساده معیار کې د آل عمران سورې  په نولسم آیت کې فرمائي؛ «إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ وَمَنْ يَكْفُرْ بِآيَاتِ اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ؛ د خداي په نزد دین،اسلام (د حق په وړاندې تسلیمیدل)دي،او هغه کسان چې آسماني کتاب ورکړل شوی دی، (پکې ئې )کوم اختلاف رامینځةنه کړ،مګرله پوهیدا او علم وروسته،هغه هم پخپلو کې د ظلم او ستم په خاطر،او هرڅوک د خداي له آیتونو سره کفر وکړي او ورڅخه ډډه وکړي،(نو خدای  ورسره حساب کتاب کوي،ځکه)خداوند،ډير زر  حساب کونکی دی::

ممکنه ده ددغه آیت لومړي عبادت ته په کتو سره؛ «إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ؛  ؛دخدای په نزد دین اسلام(او دحق په وړانډې تسلیمدل)دي؛ تصوّر شي، چې قرآن یوازې د اسلام په نامې سره د یوه مشخص دین د حقانیّت خبره کړې ده،البته ددغه آیت په تفسیر کې  او په تیره بیا د ؛اسلام ؛د ټکی د معنا په تفسیر کې،ډير جالب ټکي مطرح شوي دي، په عربی ژبه کې د ؛تسلیم؛ معنا شوی دی.

د تفسیر نمونه   لیکوال لیکي،دخداي په درګاه کې حقیقي دین هماغه د هغه دفرمان په وړاندې؛تسلیمیدا؛ده  او په حقیقت کې په هرې زمانې او وخت کې ددین روح دحق په وړاندې له تسلیمیدا پرته بل څه نه دی او نه به وي.

دغه آیت د هغودیني اختلافاتو د سرچینې بیانولو ته مخه کوي چې  د الهی دین له حقیقي وحدت سره سره رامینځةشوي دی ؛دوی چې آسماني کتاب ورکړل شوی ؤ،نو پکې ئې اختلاف ونه کړ مګر له دې وروسته چې په پوهیدا او علم سره ئې ورته پام وکړ او دا اختلاف په هغوي کې دظلم او ستم په خاطر ؤ؛ » (وَ مَا اخْتَلَفَ الَّذِینَ أُوتُوا الْکِتابَ إِلَّا مِنْ بَعْدِ ما جاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْیاً بَیْنَهُمْ).

پر دې اساس  د اختلاف رامینځةکیدا اول  له علم او پوهیدا وروسته وه او دوهم له ظلم ،بلوا او حدس پرته ئې بله کومه انګیزه نه درلودله.مثلا، داسلام ګران پیغمبر(ص)پر ښکاره معجزو سربیره، منجمله د قرآن او هغو روښانه دلیلونو چې ددغه آیین په متن کې راغلي دي ،د مخکینیو آسماني کتابونو کې صفتونه او مخشصات،چې ځیني برخې ئې  د یهود اونصارا په لاسونو کې وې ،بیان شوي وې او په همدې دلیل پوهانو، دهغه له ظهوره مخکې  دهغه د ظهور ځیری په ډیر شوق او ټينګار سره ورکوه،خو همدا چې مبعوث شو،نو خپلې ګټې ئې په خطرې  کې لیدلې ،نو ځکه ئې په ظلم او بلواؤ او حسد سره پر هرڅه سترګې پټې کړې.په همدې دلیل د آیت په پاي کې د دوي او ددوي په شان د نورو برخلیکبیان شوی او وائي؛هرڅوک چې دخداي له آیتونو سره کفر وکړي،یعني له منلو ئې ډډه وکړي،(نو خدای ورسره حساب کتاب کوي،ځکه )خدای زر حساب کونکی دی. » (وَ مَنْ یَکْفُرْ بِآیاتِ اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ سَرِیعُ الْحِسابِ).

هو! هغه کسان چې الهي آیتونو سره د خپلو نفساني خواهشاتو له پلوه لوبې کوي،نو په دنیا او آخرت کې دخپل کار نتیجه ویني.

captcha