IQNA

عبداللهیان؛د اروپا پریکړه لیک احساسی او غیرحرفه وي ؤخوجوزف بورل وائي اجرائي ظرفیّت نه لري

15:35 - January 19, 2023
د خبر لمبر: 3486771
 ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد د اروپائي پارلیمان د لوسوهونکي او نادود پریکړه لیک مسودې په صادریدا پسې د  اسلامی ایران خارجه وزیر  اود اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست د کمیشن د مسئول ټيلیفوني خبرې وکړې.

ایکناخبري آژانس راپور راکړ، په دغو ټيلیفوني خبرو کې دایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د اروپائي پارلیمان په احساسی کړچار په سختو نیوکو سره ،دا یو ناسنجول شوی او ناسم چلند وباله.

امیر عبداللهیان زیاته کړې، له بده مرغه مونږ اوس د اروپائي پارلیمان له خوا د یو داسې غیرحرفه وي ،احساسی او کرغیړن پریکړه لیک  د مسودې د صادریدا شاهدان یووچې چې له سیاسی عقلانیّت او مدنیّت سره په تضاد کې دی.

د ایران خارجه  وزیر ټينګار وکړ،په کرتو مو وئيلي دي، چې داسلامی انقلاب سپاه پاسداران یو رسمي او حاکمیتي اورګان دی  چې د ایران د ملی امنیت او د سیمې  د امنیت په تامینولو کې په تیره بیا له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې  حیاتي او مهم رول ئې درلودلی او لري ئې.

هغه زیاته کړې ده ،ددغه امنیت رامنیځةکونکي ملی اورګان دترهه ګرو بللو به تورونو کې داروپائي  پارلیمان اقدام ، یو ډول پخپله د اورپا په پيښو یو ډول ګوزار دی.

دایران خارجه وزیر د ایران د اسلامی شورا قانوني او پیاوړي غبرګون ته په اشارې سره ، اروپائي پارلیمان ته خبرداری ورکړ چې پر اروپا   دخپل دغه احساسي چلند په منفي اغیزو دې فکر وکړي او دډيپلوماسۍ په لاره کې ، دې رغنده او سیاسی عقلانیّت  څخه کار واخلي. هغه په دوام کې ووئيل، ضرورت لری دډيپلوماسۍ په دنیا کې متقابل امنیت ته داحترام په سترګه وکتل شي او د ګواښ له ژبې او غیر دوستانه  اقداماتو څخه د پیروۍ په ځاي دې دمتقابل اعتماد زیاتیدا په ایجنډا کې راولي . په هرحال ځواب او غبرګون به متقابل  اقدام وي.

داروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د کمیشن مشر  په دغو ټيلیفوني خبرو کې د نړیوالې ایټمی موافقې په موضوع کې  په ترسره کیدونکي ډيپلوماسۍ په خوښۍ ښودلو سره  ووئیل ،یوې ښې موافقې ته د رسیدا لپاره به خپلو هلوځلو ته دوام ورکړم.

جوزف بورل دغه راز زیاته کړه،د ایران او دایټمی انرژۍ د نړیوال آژآنس دملګرتیا او په دې لاره کې دخوشبینیو دخبرونو په آوریدو سره خوشال یم.

بورل د اوکراینوضعیَت ته په اشارې سره ووئيل، په اردن کې مو پخپلو وروسیتیو خبرو کې اوکراین ته وئيلي دي چې ددواړو هیوادونو دتخنیکي ګډې غونډې ترسره کیدا مهمه ده.

هغه په دوام کې زیاته کړه ،که څه هم اروپائي پارلیمان یو خپلواکه اورګان دی خو دغه پریکړه لیک اجرائي ظرفیّت نه لري او یوازې د اروپا داندیښنو منعکس کونکی دی.

باید ووئيل شي، په دغه تماس کې، د ایران په ضد دبندیزونو دلغوه کولو لپاره د نړیوالې ټولنې د   موافقې ، د اوکراین د وروستیو  بدلونونو او د ایران او ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس  د سلامشورو په باب هم بحث او دنظر تبادله وشوه.

https://iqna.ir/fa/news/4115754/%D8

captcha