ایکناخبری آژانس د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشرښاغلی ابراهیم رییسي نن د بدلون په لاره کی د کلتوری انقلاب د لوړې شورا د دوهم ګام په نندارتون کې وویل د کلتوری انقلاب د لوړې شورا د کړچار د جاج لپاره باید د دغې شورا د جوړولو د هدفونو په اړه د حضرت امام خمینی رح او له دغې شورا د اسلامي انقلاب د معظم لارښود تمو او ویناو ته مراجعه وشی چی د بدلون په لاره کې د کلتور او علم او کلتوری انقلاب د لوړې شورا د لارې د څراغونو په شان دي.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم رییسي نن د بدلون په لاره کی د کلتوری انقلاب د لوړې شورا ددوهم ګام په نندارتون کې وویل په افغانستان کې د امریکایانو شل کلن شتون د هغو لپاره له جنګ،وینې بهونې او ماتې پرته بله بریا نه ده درلودلی،ځکه چی د خپلو ادعاګانو په اپوټه ددغې سیمې له حقیقتونو او غوښتنو بی خبره وو.
ښاغلی رییسي جوته کړه د ارتباطاتواو ای ټي په ننۍ دنیا کې ټولنه نشی محدود کیدلې بلکې باید د خلکو او ځوانانو په خوندي کولو او کلتوری هدایت سره هغو په باورونو ، اعتقاداتو او کلتور باندې د حملو په وړاندی وساتل شي .