IQNA

دهندوستان افراطي هندوان په یوه جومات کې ددعا د ترسره کولو غوښته کوي

7:12 - December 08, 2022
د خبر لمبر: 3486569
ایکنا-(تهران) دهندوستان په یوه ښار کې د افراطي هندوانو په یوه جومات کې د خپلې دعا د دستورو د ترسره کولو لپاره د افراطي هندوانو غوښته، د تاؤتریخوالي لامل شوې ده.

ایکناخبری آژانس د الامه له قوله راپور راکړ، د هندوستان په اوترپردیش صوبې کې په ماتورا ښار کې په شاهي جومات کې د پوجا ددستورو  دترسره کولو لپاره دهندوتوا تنظم په بلنې پسې په دغه ښار کې تاؤتریخوالی زیات شوی  او  اندیښنې ئې رامینځةکړي دي.

د هندوانو د افراطي او تاؤتریخجنو تنظمونو دمسئولانو په وینا،دغه دستورې په اوترپردیش صوبې کې د بابری جومات د ورانولو  د کلیزې په مناسبت ترسره کیږي.

د هندوتوا تنظیم له خوا دغې بلنې په مطرح کیدا پسې ،په ماتورا ښار کې دامنیتی ځواک شتون زیات شوی دی اود ځاي مسئولانو په وینا،په دغه ښار کې یوزر پنځه سوه امنیتی ماموران دیره کړئ شوي دي او د شاهي جومات او د شری کریشنا جانمستان  معبد سره په شاوخوا کې د ټریفک  لپاره هم محدودیتونه اجرا شوي دي.

دا په داسې حال کې دي چې پولیسو د هندوانو د هغو افراطي  ډلو مشران  چې د شاهی جومات په ضد  داقداماتو دترسره کولو نیّت لری ،نیولي دي.

هندوتوا افراطي تنظیم تیر کال هم ورته بلنه ورکړې وه، خو ځاي  مسئولان د دوي ددغه شان غوښتې مخه نیولې وه.

https://iqna.ir/fa/news/4105432/%D8%

captcha