IQNA

د محصیل ورځ،د ایران د ملت د استکبارضده غروځنګ بیلګه ورځ ده

16:46 - December 07, 2022
د خبر لمبر: 3486566
ایکنا-(تهران)د دسمبر اومه نیټه د ایران د اسلامی جمهوریت  په کال هینداره کې د محصیل په ورځې نومول شوې ده.

ایکناخبری آژانس د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،د ۱۹۵۲کال  ددسمبر په اومه نیټه  د ایران محصیلینو،ایران ته د امریکا د وخت د مرستیال ولسمشر ریچرډ نیکسن له سفر سره په یووخت ، دایران په کورنیو چارو کې د واشنګټن په  لاسوهنو په اعتراض کې  دتهران پوهنتون په وړاندې ستره مظاهره وکړه. دغه مظاهره دپاچا رژيم   له تالی څټو مامورانو له حملې سره مخ شوه  او د محصیلینو په وینو ککړه شوه.

په مظاهره  کونکو محصیلینو د پهلوی رژيم د پوځيان وپه یرغل کې درې ایراني محصیلین شهیدان او په سلګونو نور  ټپیان شول .

د محصیل ورځ،په ایران کې د امریکا د لاسوهونکو سیاستونو په ضد دایران دملت د مبارزو د  تاریخ یوه برخه یادوي ،له دې امله، د لیندۍ یا قوس د میاشتې  شپاړسمې پيښه په ایران کې د محصیلینو مبارزو ته په هویّت  او بڼه موندنې کې  له خاص اهمیّته برخمنه ده.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i124540

captcha