IQNA

د قرآني تعلیماتو کارول،د ملایشیا د ؛ امت د وارثانو؛ دفاؤنډيشن ؛ فکر(فلم)

15:39 - December 06, 2022
د خبر لمبر: 3486559
ایکنا-(تهران) په ملایشیا کې د اخلاص د امت د وارثانو  فاؤنډیشن اجرائي مدیر مرهینی یوسف ووئيل، د هرې ورځې ژوند  مشکلات او چیلنجونه نه انکاریدونکي دي. خداوندمتعال د ډيرو مشکلاتو حل په قران مجید کې بیان کړی دی او مونږ هڅه کوو،ددغه فاؤنډيشن په پروګرامونو سره ،قرآني مفهمونه د مسلمانانو د ورځې ژوند ته وارد کړو.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د لیندۍ یا قوس د میاشتې په دولسمه نیټه د ملایشیا په پلازمینې  کې د اخلاص د امت د وارثانو دفاؤنډيش په همت سره د؛اوسمهاله  مسئلو لپاره قرآني لارې چارې ؛په موضوع سره قرآني سمینار ترسره شو.

دغه یوه ورځنۍ سمینار د سجدې سورې  په چورلیز توب سره؛له چیلنجونو سره د مقابلې؛په عنوان سره د TickTalk ټیلیویژن په ملګرتیا سره  د ملایشیا  د نړیوال تجارت او صنعت د وزارت (MITI) په هال کې ترسره شو.په دغه سمینار کې کابو یو زر دوه سوه کسانو ګډون وکړ،او د نړۍ د شپږو هیوادونو د قرآني علومو کارپيژاندو د خپلو څيړنو او بحثونو باندې رڼا واچوله.به همدې مناسبت ایکنا په ملایشیا کې د اخلاص د امت د وارثانو  فاؤنډیشن (Yayasan Warisan Ummah Ikhlas)اجرائي مدیر مرهینی یوسف سره مفصلې خبرې هم وکړې.

مرهیني ددغه بنیاد د مخینې په باب ووئيل، مونږ یو غیر حکومتي اداره یوو.د مونږ فعالیتونه په ۲۰۱۷کال کې پیل شوي او تردې دمه دمونږ ټول پروګرامونه،پر قرآن دعمل، درک کول او لوستلو باندې مشتمل دي.هغه زیاته کړې،تردې دمه مو ډير کمپاینونه او پروګرامونه ترسره کړي دي.

هغه په دوام کې ووئيل، سږکال سمینارپه ملایشیا او درستې نړۍ کې د چیلنجونو په باب د بحث په اړه ترسره شو او ددغو چیلنجونو په باب د سجدې د مبارکې سورې  کې مطرح شوي لارې چارې  وارزول شوې او مفصل بحث پرې وشو.په قرآن کریم کې په تدبر سره په لاښه ډول پر معنوي او اجتماعي او مالی چیلنجونو غلبه کیدلی شي.

https://iqna.ir/fa/news/4104391

captcha