IQNA

د تیونس د فټپال ټيم په ضد دفرانسوي سیاستوال توکمپالې څرګندونې په کلکه غندل کیږي

7:07 - December 03, 2022
د خبر لمبر: 3486538
ایکنا-(تهران)د ۲۰۲۲نړیوال جام کې د تیونس ټیم په ضد د فرانسې د یوه سیاستوال توکمپالې څرګندونې په ټولنیزو چینلونو کې له پراخو نیوکو سره مخ شوي دي.

ایکناخبری آژانس د عربی ۲۱له قوله راپور راکړ،د چارشنبې په ورځې د تیونس د فټ بال ملی ټيم د فرانسې په مقابل کې په ترټولووروستۍ ګروهي لوبې کې دغه اروپائي او د نړیوال چام دګټلو مدعي ټيم ته په یوه ګول سره ماته ورکړه.

د آریک زمور به رهیرئ د ؛بیرته ستنیدا؛ ګوند یوه مسئول مقام ډيمین لوفور چې یو زوړپال سیاستوال دی ، پخپل ټولنیز پیغام کې د تیونس د بریالیتوب  په غبرګون کې ولیکل،مونږ درته د بریالیتوب اجازت درکړ،اوس غیر قانوني مهاجر هم بیرته واخلئ.

ډيمین لوفور  دخپلو توکمپالو  څرګندونو او فکر باندې مشهور دی.هغه د هغې ښي پالې او زوړپالې ډلې ویندوي هم ؤ چې په ۲۰۲۱کال کې  د فرانسې عدالیې ړنګه کړې ده.

دغه افراطي زوړپال سیاستوال د  روان کال په لومړیو کې د فرانسوي ټیم فارورډر  بنزما په ترهه ګر تورنولووروسته، پراخ جنجال راپورته کړی ؤ چې د فرانسویانو په وړاندې ډير سپک شو.

د ډيمین لوفور دغه اقدام د بنزما د وکیل غبرګون په ځان پسې درلود چې په ټویټر کې ئې ولیکل ،زوړ بال او افراط ګر سیاستوال ډيمین لوفورکرکې اونفرت ته لمن وهي او دهغه وروستی ټویټ بنزما کریم له ترهه ګرو سره یو کوي ،ایا د یوه نوي غبرګون په  تمه ووسو؟

https://iqna.ir/fa/news/4103876/%D8

captcha