ایکناخبری آژانس د القاهرې ۲۴له قوله راپور راکړ، دمصر یوه پيغله محصیله یمنی عبدالرحمن بریالۍ شوې ده ،ټول قرآن په یو وار په اوو ساعتونو کې تلاؤت کړي.
د قرآن کریم دغه حافظه چې د مصر الدقهلیهه ولایت اوسیدونکي او د انګریزي ژبې دڅانګې د څلورم کال محصیله ده، په دغه تلاؤت سره چې دحفظ په بڼه ترسره شوی ،د الازهر پوهنتون له یوه استاد شیخ حسن عثمان الشافعي څخه ئې د قرآن د حفظ اجازت ترلاسه کړ.هغه دمصر ددغې پیغلۍ جینۍد توانمنیو په ستاینې سره د قرآن کریم په حفظ کې د هغې وړتیاوې ډيرې لوړې اوغوره وبللې او هغه ئې یوه داسې بیلګه وبلله چې باید نور ورته توجه وکړي.
د الازهر پوهنتون دغه استادزیاته کړه،د ځوانانو له خواد قرآن کریم حفظ، دمونږ د هیواد،اسلامی امت او دین لوړتیا ده.