IQNA

د قطر په نړیوال جام کې د قرآن لاس لیکلی تاریخی نسخه نندارې ته وړاندې شوه

6:59 - November 30, 2022
د خبر لمبر: 3486528
 ایکنا-(تهران)د قطر اسلامی کلتور مرکز د ۱۷۸۳کال سره اړونده د لاس لیکل شوی تاریخي قرآن  د نړیوال جام پلویانو نندارې ته وړاندې شوه.

ایکناخبری آژانس دالوسط له قوله راپور راکړد کویت ؛سلسبیل ؛ ټولنې د اسلامی ارزښتونو او فرهنګ سره دقطر دنړیوال جام دمیلمنو د بلدتیا په موخې سره د قطر  د اسلامی کلتور مرکز(شیخ عبدالله بن زیدل آل محمود مرکز) له لوړ روتبه قطري پلاوي سره چې ددغه مرکز دعمومی مدیر صالح بن علی المري په مشرۍ سره ؤ، د  ؛المبدع هنري سلاکارۍ نړیوال شرکت (gccic) مسئولنو له کتنې سره اړونده غږملتیاوې ترسره کړې.

 په دغې کتنې کې د  المبدع شرکت له خوا قطري پلاوي ته  له ۱۷۸۳کال سره  اړونده د  قرآن لاسلیک شوي تاریخي نسخه ډالۍ کړه.

د السبیل  ټولنې  عمومی مدیر شیخ احمد الفارسي په دې باب ووئيل، دغه ټولنې د قطر دنړیوال جام په سیالیو کې په ترسره شوو کلتوري اوتبلیغاتي فعالیتونو کې دګډون په خاطر ځانګړي هلې ځلې کړي دي او د قرآن دا تاریخي نسخه ، له قرآن کریم سره د نړیوال جام د نندارچیانو او پلویانو د  پلدیتا په موخې سره د هلوځلو یوه برخه ده.

 صالح بن علی المری هم په دې باب ووئيل، دغه تاریخی قرآن به د قطر د اسلامی کلتور د مرکز په ګراؤن فلور کې د اسلامی تمدن په دایمي نندارتون کې نندارې ته کیښودل شي چې ډير زیات لیدونکي ځان  ته جلبوي.

د المبدع نړیوال شرکت اجرائي مشر سید بداح المطیري هم ووئيل، دقرآن کریم دغه نسخه، شیخ عبدالکریم بکر الحاج په افریقا کې کتابت کړې  او دغه کتابت هم د ۱۲۰۵قمری کال   په روژې میاشتې کې پاي ته رسیدلې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4103206

captcha