IQNA

په بسیجي تفکر او د حاج قاسم سلیماني په بیرغ پورته کونې سره په سیمې کې د امریکا نقشې شنډې شوې

16:47 - November 26, 2022
د خبر لمبر: 3486511
ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب ستر لارښود نن سهار وفرمائيل، د یران د بدغواړو اوسنۍ ترټولو مهمه روده جعل او د د روغو خورول دي څو پر ذهنونو باندې په تسلط سره  خپلې سپيرې موخې پوره کړي.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د اسلامی انقلاب ستر لارښود نن سهار د بسیج د اونۍ په مناسبت د امام خمینی په امامباړې کې د زیات شمیر بسیجیانو په شتون کې پخپلې  وینا کې ټينګار وکړ،تاسو بسیجیان  اوس او   په راتلونکي کې  مخاطب یاست ، بسیج یوازې د پوځي ډګر  لپاره نه دی،بسیج باید ددین دعلم او مادي علومو په ډګر کې هم فعال شتون ولري.

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي زیاته کړ ه، لویدیځي آ سیاسیمه د تیلو او انرژۍ او د طبیعي سرچینو  مرکز او دغه راز د ختیځ او لویدیځ ارتباطي څلور لاره ده  او په همدې ا ساس جعلی او غاصب صهیونیسټي رژيم په دغې سیمې کې راپنځول شوی دیڅو لویدیځ  په لویدیځي  آسیا سیمې کې د سرچینو د نغرلو او د جنګ جګړو او فتنې د رامینځةکولو لپاره  یو مرکز ولرل شي.

دوي همداراز په دې خبرې په ټينګار سره چې د لویدیځي آسیاپه سټراټژيکې سیمې کې ترټولو حساسه برخه  ایران  دی ، ووئيل،  پّه همدې اساس په پیبل کې انګریزانو او ورپسې  امریکایانو په ایران کې د تالی څټو د پاللو لپاره پانګونې کړي څو بشپړ سلطه ولرل شي. حضرت آیت ا... العظمي سید علی خامنه اي دغه راز ووئيل،  اول وائي  دیورانیمو شل فیصدي پخَوَل ودروئ، وروسته  بیا پنځه فیصدي پخول ،بیا هم ټول ایټمي صنعت، ورپسې  بیااساسی قانون بدلیدا ، د  پولو تر شا  محبوس کیدل، دایران  تش لاسه کول  او ددفاعي صنائعو د چټي کولو غوښته کوي.دا سلامی انقلاب ستر لارښود ټیګار وکړ،له امریکا سره  مذاکرات هیڅ یوه مسئله نه حل کوي اویوازې په درستو اساسی مسئلو کې  د کلنګ ورکولو او له درستو سرو کرښو څخه دتیریدا په بڼه کې  ده چې امریکاد یوه بل پهلوي دوران په څير  له هیواد سره هیڅ کار نه لري. دوي ټینګار وکړ، دوهمه نړیواله ایټمی موافقه،یعني  ایران خپل سیمه ایز شتون بشپړ پریږدي  او دریمه نړیواله موافقه یعني ایران ژمن شي چې  د توغندي اوډرونز په څير هیڅ ډول مهمه او سټراژيکه وسله  تولید نه کړ، څو د یرغلګرو په مقابل کې تش لاسي ووسو.داسلامی انقلاب ستر لارښود د امریکایانو هغه پلان ته په اشارې سره  چې  کابو پنځلس کاله مخکې ددغه هیواد دمشهورو شخصیّتونو په وسیله ایشوا شو ووئيلو دد وي پلان دا ؤ چې دعراق،سورئې،لبنان،لیبیا،سوډان او سومالیه شپږ هیوادونو نسکور شي څو په نهایت کې  په سیمې کې د ا یران سټراټژيک ژوروالی او دوام له مینځه لړ شي او دهیواد په کمزوري کیدا سره په نهایت کې د ایران سالامی جمهوری نظام هم نسکور شي.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود پخپلې وینا کې وفرمائيل؛د علم  او تحقیق په چاپیریال کې بسیج کارندوالی درلود، هم په کرونائي بحران کې   او هم په غیر کرونائي  پيښو کې ،  زمونږ ایټمي پوهان هم بسیجیان دي.

حضرت آيت ا... العظمی سید علي خامنه اي دغه راز زیاته کړه،بسیج  خلکو ته د بې تظاهره خدمت کلتور دی ، بسیج له توقع اوتمې پرته د مجاهدت فرهنګ دی. او دغه فرهنګ باید په علمي ډګرونو کې  هم وغوړیږي او  خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي.

د اسلامی  انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي بسیج، د ایران دملت د عظمت بیلګه او د هیواد داخلی کارنده ځواک  بللی او ټينګار ئې کړی دی ، بسیج ، د اسلامی انقلاب  او داسلامی  جمهوری نظام  ددوستانو لپاره د امید او اعتماد او د اسلامی نظام د دښمنانو،بدغواړو او کینه لرونکو لپاره  دو یرې او وحشت سبمول دی . د ایران د اسلامی  جمهوری نظام او انقلاب د حرکت د مرکز په توګه په ایران کې  دبسیجي تفکر  بریالیتوب،د سیمې د نورو ملتونو لپاره په بیلګې بدل شوی دی.

په عراق او سورئې کې د ولسی ځواک جوړیدا او له ترهه ګرۍ سره ددغو دواړو هیوادونو  د پوځونو د برخلیک جوړونکو بریالیتوبونو په ترلاسه کولو کې ئې ونډه له بسیجي تفکره اخستل شوې ده.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دغې کتنې کې چې  د بسیج د ورځې په مناسبت  د درست هیواد د بسجیانو په غونډو کې په ژوندئ بڼه خپریده ، په فرصت د ګواښونو بدلول د حضرت امام خمینی خداي ورکړي ملکات وبلل او وې  وئيل،ددې په ځاي  چ ې د ځينو هیوادونو له دړکو او ګواښونو ووریږو، باید په هیواد کې  د شل ملیوني بسیجي ځواک  په جوړولو سره په عملي ډګر کې ګام پورته کړو.د اسلامی انقلاب ستر لارښود همداراز  په  هر ډول شرائطو کې له ناامیدئ بشپړ ډډه کول ، دبسیجي فرهنګ یوه مهمه ځانګړنه وبلله او  او زیاته ئې کړه،د  روشنفکرۍ  دځينو څرګندونو په اپوټه په بسیج کې نسلی تشه هیڅ وجود نه لري  او  اوسني بسیجي ځوانان  سره له دې چې ارواښاد امام او مقدسه دفاع ئې نه ده لیدلې ،خو د شپیتمې لسیزې د  مبارزانو په څير په هماغې روحيې سره  دکار ،زیار او جهاد په میدان کې  موجود د ي. حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي همدرااز په اسلامی نړۍ کې د بسیجي تفکر  دوام  دبسیج  یو بل برکت وباله او ټينګار ئې وکړ، دخداوندمتعال په برکت سره  د ارواښاد امام دغه یادګار نن سبا په هیواد  او اسلامی نړۍ کې فعال دی ا و په را تلونکي کې به هم پخپل قدرت سره  پاتې وي او نتیجې به ئې لیدل کیږي.دوي همداراز  په دوام کې د اسلامی نړۍ په سیاسی جغرافیې کې د بسیج دځائيګي په تحلیل  کې ووئيل، د بسیج ځائیګی باید له وروستیو بلواؤ سره دمقابلې او له اوسنیو مسئلو ورآخوا وبلل شي.

نن په درست ایران کې   د ولس له مختلفو پرګنو بسیجي ځواک  بیلابیل یونټونه د دستورو په جوړولو سره یو ځل بیا  له اسلامی ایران څخه د هراړخیز دفاع  او د اسلامی جمهوری نظام  د پرمختګ د لارې ددوام لپاره  خپل چمتووالی نندارې ته وړاندې کوي او هم د اسلامی انقلاب له آئيډیالونو سره بیعت نوی کوي

https://iqna.ir/fa/news/4102351/%D8%B

captcha