ایکناخبری آژانس د «khaberni.com» له قوله راپور راکړ،ددغې برازیلي کورنۍ غړي په دوحې ښار کې په ؛کتاره ؛مشهور جومات کې په شتون سره د اسلام په دین مشرف شول.
د هغه فلم په اساس چې په ټولنیزو چینلونو کې خپور شوی ،دغه برازیلي کورنۍ د اسلام د منلو اعلان کوي. همداراز ددغې کورنۍ مور او لوڼه په داسې حال کې شهادتیّن ادا کوي،چې پر ستر سکارف یا چادر اچولی دی.
یوه مبلغ ددغې کورنۍ له موره د هغې د احساساتو په باب پوښتنه وکړه چې هغې هم ووئيل؛زه نه پوهیږم چې خپل احساسات څرنګه بیان کړم ،بیانول ئې سخت دي .دا یوداسې احساس دی چې زما په زړه ئې اغیزې شیندلي دي.
د قطر ۲۰۰۲کال دنړیوال جام سیالۍ د قطر په کوربتوب سره پيل شوي دي او قطر د یوه اسلامی هیواد په توګه د اسلام دپاک دین د تبلیغ لپاره نهاتیا استفاده کوي.
د شرابو او نورو حرامو مشروباتو ممنوعیّت او د همجس بازو په سمبولونو سره دنندارچیانو د واردیدا مخنیوی د نړیوال جام په شپو ورځو کې د قطر ستایونکي څرګند اقدامات دي.