IQNA

ایران د افغانستان د میلیونونو کډوالو دوهم کور(مقاله)

16:22 - February 10, 2022
د خبر لمبر: 3485395
تهران (ایکنا) -په وروستیو میاشتو کې د امریکا دنیواکګرۍ او د جنګ له دوو لسیزو وروسته  ایران ته دافغانستان د خلکو دمهاجرت نوي څپه په بې مخینې ډول پراخه شوې ده .

ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د افغانستان  په زرګونو پناه غواړي ، ددغه هیواد په لویدیځ کې  په هرات ولایت کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کونسلګرۍ د ودانۍ په وړاندې په غونډیدا سره  هڅه کوي ،څو د ایران د ویزې په اخستو سره ، د ایران د خلکو ترڅنګ لاښه ژوند تجروبه کړي . له افغانستانه د امریکا له غیر مسئولانه او مشکوکې وتنې او د جنګ جګړو اون نیواکګرۍ له دوو لسیزې وروسته او دغه راز په دغه هیواد کې د طالبانو واک ته په رسیدا پسې  ایران ته  دافغان پناه غواړو نوي څپه  په وروستیو میاشتو کې نوره هم زیاته شوې ده .

 د امریکا بندیزونه ،د اقتصادي بیخ بینائيو له مینځه تلل او د کار کسب  ځوړتیا  لامل شوې ده څو  د افغانستان کاري ځواک چې د ټولنې تر ټولو تاوان موندونکي پرګنه ده،د ډوډۍ  د موندلو په هیلې سره،خپله کورنۍ او کور پریږدي . مهم ټکی دلته  دی  چې ددغو غوښتو زیاتره برخه په داسې حال کې  ایران ته دکار د موندلو لپاره دتلو هڅه کوي ،د تلو یوه میاشتنۍ ویزه  اخلی   او البته تر هغه ورځې پورې چې  دغیر قانوني پاتیکیدا  په جرم  ونه نیول شي ، په ایران کې پاتیکیږي .

ډیرۍ مهاجرانو زمونږ خبریال سره په خبرو کې وائي ، په ایران کې د کار لپاره د یوې میاشتې شتون  کومه واره  نه کوي  او  له دغه قانوني پاتیکیدا وروسته   په قانوني او یا غیر قانوني توګه  خپل شتون ته دوام ورکوي .

 د  افغانستان په هرات کې د ایران داسلامی جمهوریت سرکنسول  صدیقي فر  په افغانستان کې د ایران د ویزو په صادرونکي سسټم کې  د بیاکتنې ضرورت ته په اشارې سره  وائي ،  ویزه باید  د غوښتونکي د سفر  دموخو په اساس  صادره شي .

 دایران اسلامی جمهوریت په داسې حال کې په افغانستان د نیواکګرو  د یرغلو په نتیجې کې دکابوڅلور میلیون افغان کډوالو کوربه دی چې  تیریګرو هیوادونو هیڅکله د  هغو جنایتونو او کډه په سرکیدا په وړاندې چې  په افغانستان کې  ئې رامینځةکړي دي ،  ځواب نه دی ورکړی . لویدیځي هیوادونو د افغانستان په وروستیو بدلونونو کې حتی  په دغه هیواد کې د خپلو سفارتونون په بندولو سره ،  هغه افغانان  چې  د دوي لپاره ئې کار کړی  ؤ  هم پخپل حال پریښودل .

په افغانستان کې د اشرف غني د حکومت په نسکوریدا او دطالبانو دحکومت په ضد د امریکا او لویدیځ  دسختو سیاستونو په غوره کولو سره ، د افغانانو لپاره سخت شرائط رامینځةکړي دي .  په دغه شان شرائطو کې ډیری افغانان  له موجوده نامناسبو  حالاتو څخه د ژغورنې لپاره دخپل وطن د پریښودو فیصله کوي  او ایران ته پناه وړل ، د ژوند د دوام لپاره د دوي تر ټولو ښه  ټاکنه ده .

د امریکا د نیویارک ټایمز  خپرونې د راپور په اساس ،په تیرو څو میاشتو کې  چې طالبان دقدرت په ګدۍ ناست دي ،څه دپاسه یو میلیون افغانانو  له جنوب لویدیځي پولو څخه ا یران ته  مهاجرت کړی دی .د یوې اندازې په اساس،هره ورځ  څه د پاسه پنځه زره افغانان ، ایران ته واردیږي .

په دغه شان شرائطو کې  افغان پناه غواړي  ایران ته تګ ، له ویرې اولوږې څخ د خپل ژوند د ژغورلو لپاره تر ټولو آسانه  او یوازینۍ ټاکنه  ګڼي .

د کډوالو دچارو یو څیړاند ډيویډ منسفیلډ  چې  دافغانستان د خلکو  دمهاجرت موضوع  ئې تعقیب کړې ده ،  هم وائي،  ایران او پاکستان ته د  مهاجرت اندازه ، په تیر کال کې له ورته وخت سره په پرتله کې څلور برابره زیاته شوې ده .

  دا په داسې حال کې دي چې  دملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش  هم په همداوروستیو کې  د افغانستان د خلکو ژوند ؛ کنګل دوزخ  ؛بللی  دی  

 په افغانستان کې  په وروستیو بدلونونو پسې  رامینځةشوي اقتصادي  مشکلات او بیروزګاري ،  له هیواده بهر ته د افغانانو دمهاجرت تر ټولو غوره دلیلونه دي چې البته  د  ایران پشمول له ګاونډیو هیوادونو لپاره ئې ډیری مشکلات  له ځان سره درلودلي دي. 

 تیره میاشت  د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر هم وئیلي وو ،چې   په وروستیو بدلونونو پسې  په قانوني اوغیر قانوني لارو څه دپاسه  اته لکه افغان  کډوال  ایران ته وارد شوي دي. ایران ته د مهاجرو د دومره زیاتې اندازې  د واریدیدا په  وړاندې  تر دې دمه د تازه وارد شوو کډوالو  او همداراز  په مخکینیو کلونو کې په ایران کې د دیره څه دپاسه درې میلیون افغان  کډوالوپر حالاتو  دغور او ورسره د مرستولپاره د نورو هیوادونو اونړیوالو اورګانونونو له خواهیڅ دپام وړ مرستې  نه دي شوي .

captcha