IQNA

د غزې په جنګ کښې له ناکامۍ وروسته د اسرائيلي رژيم د فوځي مضبوطيه لپاره د امريکې کوشش

23:29 - May 27, 2021
د خبر لمبر: 3484335
تهران ـ(ایکنا) - د غزې په دولس ورځني جنګ کښې د فلسطين د مقاومت له ډلو سره په مقابله کښې د اسرائيلو ناکامي د صهيونېسټ رژيم د اصلي ملاتړي په توګه دامريکې د فوري ردعمل سبب شوې ده.

په دې لړ کښې د امريکې خارجه وزير آنتوني بلېنکن د تېرې نهې په ورځ د اېشيا لويديځې سيمې ته  سفر وکړ او په ظاهره د اسرائيلو او د مقاومت د ډلو ترمېنځ د ډزبندۍ د دوام لپاره په نيواکي فلسطين کښې د صهيونېسټ رژيم له چارواکو سره له کتنې وروسته د فلسطين د کوراکو تشکيلاتو مرکز د اردن د سين لويديځه غاړه کښې رام ا... ته لاړ.
هغه له دې وروسته د غزې د حالاتو او ډزبندۍ د ټينګېدو په باره کښې د خبرو اترو لپاره مصر او بيا اردن ته لاړ.
لېنکن پرون په يو لړ څرګندونو کښې ادعا وکړ، اوسنے تمرکز  په فوري توګه د ضرورتونو او اندېښنو د ختمولو او د ډزبندۍ د مضبوطولو لپاره دے.  که د وخت په تېرېدو سره حالات په دا ډول مخ په وړاندې لاړل نو  د دوو حکومتونو د جوړېدو  لپاره به غوره فضاء رامنځته شي.
د فلسطين د مقاومت د ډلو او صهيونېسټ رژيم ترمېنځ د ډزبندۍ د مضبوطيه لپاره د کوټلې ډېپلومېسۍ لپاره د دغه امريکائي چارواکي ادعا په داسې حال کښې مطرح کيږي چې د غزې د وروستي جنګ په دوران کښې څلور ځل د ملګرو ملتو د امنيت د شورا لخوا د يوې بيانيې د جاري کېدو خنډ شوه او له خپل ځان څخه د دفاع لپاره د صهيونېسټ رژيم په حق باندې يې تاکيد وکړ.
داسې ښکاري چې د اېشيا لويديځې سيمې ته د امريکې د خارجه وزير د سفر اصلي مقصد په بنيادي توګه د غزې له وروستي دولس ورځني جنګ نه پس چې په  څرګنده د صهيونېسټ رژيم په ناکامۍ سره ختم شو له اسرائيلو څخه د واشنګټن د يو ځل ملاتړ اعلان دے.
په تېره بيا په دې وخت کښې د بائيډن د حکومت مقصد د اسرائيلو دفوځي لګښتونو تلافي، د دغه رژيم د وسلو د ذخيرو بيا ډکول او يو ډول د صهيونېسټي فوځيانو د روحيې بيا تازه کول دي چې همدا اورس په نيواکي فلسطين باندې د فلسطيني د مقاومت ډلو له راکټي حملو او له هغو سره په مقابله کښې د صهيونېسټ رژيم د فوځ له ماتې وروسته له تزلزل سره مخامخ شوي دي.
په دې لړ کښې بلېنکن د صهيونېسټ رژیم د امنيت د ساتنې په اړه د امريکې د ولسمشر جوبائيدن ژمنې ته په اشارې سره وويل: « مونږ ته به اطمينان حاصل شي چې اسرائيل له ځان څخه د دفاع لپاره د ضرورت وړ اوزارو ته لاسرسائي پېدا کړي. په خاصه توګه په داسې حالاتو کښې چې اسرائيل د يوې ترهه ګرې ډلې له حملو سره مخامخ دے.»
د پام وړ ټکے دا دے چې د امريکې ولسمشر جوبائيډن  د تېر ګل په ورځ وويل، نيواکي فلسطين ته د دغه هېواد د خارجه وزير آنتوني بلېنکن د سفر مقصدبه د صهيونېسټ رژيم د امنيت په اړه د واشنګټن په مضبوطې ژمنې باندې تاکيد وي.
په دې لړ کښې بائيډن وويل ، د هغه حکومت به د اوسپنيز ګنبد يا آئرن ډوم سېسټم په ځاے چې په دولس ورځني جنګ کښې ورباندې توغندي وورول شول د ټولو ټېمر توندغنديو د ځاے پرځاے کولو لګښت ادا کړي.
امريکې همدارنګ په هغو ورځو کښې د غزې وروستے جنګ روان ؤ په صهيونېسټ رژيم باندې د اوه سوه پينځه دېرش ميلين ډالرو په ارزښت په هوا کښې ويشتونکو هدايت شرويو بمونو له خرڅولو سره موافقت کړے ؤ.
په دا ډول معلومه شوه چې سيمې ته د بلېنکن د سفر اصلي مقصد له دې زيات چې له اړوندو لورو سره د خبرو اترو له لارې په ډزبندۍ او د هغې په مضبوطيه باندې تاکيد وي په بنيادي توګه له اسرائيلو څخه د امريکې د پوره او بې قېدو شرطه د ملاتړ اعلانول او د صهيونېسټ رژيم د فوځيانو د مضبوطيه او تقويت لپاره د ضروري تدابيرو او اقداماتو ترسره کول دي.
دا هغه مسئله ده چې د فلسطين د اسلامي مقاوت غورځنګ حماس چارواکو هم ورته پاملرنه کړې ده.
په حقيقت کښې د غزې په جنګ کښې د فلسطين د مقاومت د ډلو د توغنده اي قوت نندارې ته وړاندې کول چې د صهيونېسټ رژيم سياسي او فوځي چارواکي يې له زوال سره مخامخ کړل او په نيواکي فلسطين کښې مېشته صهيونېسټان يې له بې مخينې ناامنۍ سره مخامخ کړل د دې سبب شوي چې واشنګټن له هر زر د صهيونېسټ  رژيم د روحي د تازه کولو او د دغه رژيم د مضبوطولو لپاره د عمل مېدان ته ودانګي.
په بنيادي توګه د اسرائيلو په وړاندې د بائيډن د حکومت دريځ د امريکې له تېر حکومت سره دومره څه فرق نه لري او هم هغه بې له قېدو شرطه له اسرائيل څخه په هم هغه همېشني اصل باندې ولاړ دے.
په حقيقت کښې بائيډن هم د امريکې د وروستيو څو لسيزو د ټولو ولسمشرانو په تګلاره روان دے چې هر يو د اسرائيلو او فلسطينيانو په لانجه کښې يو ډول د صهيونېسټ رزيم طرفداري کړې او دغه رژيم ته د ميليارډونو ډالرو مرستو د ورکولو ترڅنګه يې تل د اسرائيلو د فوځي کېفيت برترۍ په ساتنې خپله ژمنه اعلان کړې او د فلسطين د مظلومو خلقو د قتل عام لپاره يې په دقيقه توګه هدايت شوي بمونو په شان وسلې د صهيونېسټ رژيم په اختيار کښې ورکړي دي.
captcha