IQNA

افغان کډوالو ته د ایران د اسلامی جمهوریت د څلورو لسیزو خدمات

23:49 - November 27, 2018
د خبر لمبر: 3481708
نړیواله ډله: په ایران کی حتی د غیر قانونی افغان زده کونکیو د نومونو د ثبتولو لپاره د رهبرۍ د ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای حکم په افغانستان کې په تیره د افغان ولسمشر اشرف غنی له پراخ هرکلی سره مخامخ شوی دې .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د ۱۹۷۹ میلاد ی کال په وروستیو کې د شوروی اتحاد د سره پوځ لخوا د افغانستان له نیواک راهیسې اسلامی ایران د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دې . په هغو کلونو کې چی اسلامی ایران پخپله د عراق له لوری د تپلی جنګ په وجه له مشکلاتو سره مخامخ وو ، د افغان کډوالو ښه کوربتوب وکړ . د ایران د نفوسو کابو څلور فیصده افغان کډوال دی ، او د افغانستان ۱۱ فیصده نفوس په ایران کې شتون لری چی کابو درې میلیونه قانونی او غیر قانونی کډوالو برابر دی چی په ایران کې له درستو روغتیایی ، سلامتیا ، تعلیمی او کار له امکاناتو برخمن دی . په حقیقت کې د ایران اسلامی جمهوریت په وروستیو څلورو لسیزو کې د نړۍ د کډوالو ټولنې په تیره بیا افغان ښاریزو ستر کوربه دی چی له څو اړخونو د پام او غور وړ دی .لومړې دا چی په ایران کې افغان کډوال نه یوازې په کیمپونو بلکې په وړو او سترو ښارونو کې د ایرانی ولس په څنګ کې ژوند کوی . دوهم دا چی افغان کډوالو له محدودیت پرته په بیلا بیلو مشغلو کې کار کړی او بیلا بیل کارونه یې یاد کړی دی . دریم دا چی د افغان کډوالو بچیان د ایرانی محصلینو په شان په ښونځیو کې په کافی استانیاو او امکاناتو سره زده کړی کوی او تر لوړو زده کړو او ډاکټریټ پورې یې پرمختګ کړی دې .
په ایران کی د کډوالو په چارو کی د ملګرو ملتو د سترې کمشنرۍ استازې سیوانکا دانا پالا وایی ،د ایران اسلامی جمهوریت کډوالو ته د خدماتو په وړاندی کولو کې بې ساری بیلګه ده او په نړیوالو ټولنو کې به افغان کډوالو ته د خدماتو په وړاندی کولو کې د ایرانی دولت او ملت ارزښتمن اقدامات بیان کړم .
د رسمی شمیرنو په اساس ۴۵۰ زره کډوال افغان زده کونکی چی قانونی مدرکونه لری په ایرانی ښونځیو کې زده کړې کوی .
په وروستیو کې هم او د رهبرۍ د ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای په دغه حکم پسې چی درست افغان کډوال که هغه په ایران کی د شتون قانونی شرایط لری او که نلری ، باید په حکومتی ښونځیو کې یې نومونه ثبت شی  چی دغه ماشومان هم په زده کړو بوخت شول چی د اسلامی ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو ښاریزو او کډوالو د برخې د مشر په وینا کابو اتیا زره محصلین کیږی .
د افغان کډوالو ماشومان او ځلمیان په ایرانی ښونځیو کې د ایرانی ماشومانو او ځلمیانو ترڅنګ زده کړې کوی او ایرانی او افغان زده کونکیو ترمینځ هیڅ ډول توپیر ندې رامینځته شوی .
د اسلامی ایران د روزنې وزارت له هیواده بهر د ښونځیو د نړیوالو چارو د مرکز مشر وایی ، د ایران د روزنې وزارت له افغانانو د ایرانی محصلینوپه  جلا کولو باور نلری او دښونې او روزنې په بخشنامه کی هم دغه موضوع جوته شوی ده .
په ایران کی حتی د غیر قانونی افغان زده کونکیو د نومونو د ثبتولو لپاره د رهبرۍ د ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای حکم په افغانستان کې په تیره د افغان ولسمشر اشرف غنی له پراخ هرکلی سره مخامخ شوی دې .
په خراسان رضوی کې د افغانستان پخوانی کونسلر ښاغلی راقی وایی ، افغان کډوالو په تیره بیا په ښونځیو کې د مجوز نه درلودونکیو افغان زده کونکیو د زده کړو په اړه د رهبرۍ د ستر مقام د ځانګړی پام قدرونه کوو . په دغه حکم پسې په افغان کډوالو کې د باسواده کسانو ظرفیت څه د پاسه ۷۶ فیصدو ته رسیدلې دې .
په ایران کی ۱۶۵۰۰  داسې افغان محصلین هم زده کړی کوی چی په ایران کی قانونی اقامت لری یا په ایران کی زیږیدلی دی  او اته زره هم فارغ التحصیل شوی دی . د رسمی شمیرنو په اساس ۷۵۰ زره افغان کډوال هم سواد یې نه درلود په سواد زده کولو ټولګیو کې لوستل او لیکل یاد کړی دی .
په فنی او حرفه ای برخه کی هم شپاړس زره افغانانو په ایران کی زده کړی دی چی ځینې پکې افغانستان ته له ستنیدا وروسته د خپلې ټولنې لپاره ډیر ګټه ور دی .
په کابل کې د تبیان د کلتوری علمی مرکز مشر سید عیسی حسینی مزاری وایی ، مونږه تل د افغان کډوالو لپاره د اسلامی ایران د خدماتو او زحمتونو قدرونه کوو . د قانونی او غیر قانونی افغان کډوالو د زده کونکیو زده کړې ستر نعمت دی .
د طبی مسلو په برخه کی هم ۱۱۷ زره کډوال چی خاصې ناروغۍ لری ، په ایران کی د وړیا بیمې له خدماتو ګټه پورته کوی . د بیلګې په توګه د زړه د سوری کیدا د ناروغۍ درملنه  چی د افغان کډوالو ترمینځ ډیره ده  او په افغانستان کې یې د درملنې امکان نشته ، په اسلامی ایران کې په وړیا توګه ترسره کیږی . دا په داسې حال کی دی چی د زړه د دغې ناروغۍ د درملنې پړاونه په هندوستان ، پاکستان یا حتی اروپایی هیوادونو کې په ډیر لګښت سره ترسره کیږی . د اسلامی ایران یو بل ستر خدمت معلولو افغان کډوالو لپاره دی چی په نورو هیوادونو کې داسې خدمات موجود ندی .
پر دې سربیره هغه کسان چی  دتامین اجتماعی  بیمې له خدماتو استفاده کوی ، د دغې بیمې تر پوښښ لاندې مرکزونو کې وړیا درمان کیږی .
د رسمی شمیرنو په اساس په ایران کی کابو درې میلیون افغان کډوال ژوند کوی چی کابو یو نیم میلیونه پکې غیر قانونی دی او کابو اته لکه هم د کډوالۍ کارډ او څه د پاسه څلورو لکه هم په پاسپورټ سره په ایران کی ژوند کوی  .
د پام وړ ټکی دا دې چی اروپایی هیوادونه چی د بشری حقوقو د دفاع مدهیان دی تل هڅه کړی ده چی د کډوالو له مسلې ګټه پورته کړی او د کابل له حکومته امتیاز واخلی خو د ایران اسلامی جمهوریت له افغان دولته هیڅ امتیاز ندې اخیستې او هماغه راز د افغان کډوالو میلمه پالنه کوی .
د کډوالو په چارو کی د ملګرو ملتو کارپیژاندی ساوالا شیمم وایی ،
افغان کډوالو ته د اسلامی ایران انسان دوستانه کتنه د نړۍ د خلکو ترمینځ لوړ ارزښت لری .
په هر حال په افغانستان کی د بیلا بیلو ټولنو ، مراجعو او نړیوالو اورګانونو په تایید سره اسلامی ایران له هغو مشکلاتو سره سره چی په تیرو څلورو لسیزو کې پخپله ورسره مخامخ دې ، په ډیره ښه توګه  د افغان کډوالو کوربتوب کړی دی . بې شکه  دغه موضوع نه یوازې د ایران او افغانستان ترمینځ د ښه ګاونډیتوب له پلوه ده بلکې د ایران او افغانستاتن د دوو مسلمانو ملتونو ترمینځ د وحدت ، اتحاد او وروګلوی ښه جلوه ده . د افغانستان د ملی وحدت لخواد دواړو هیوادونو ترمینځ د دوو اړخیزو تړونونو او موافقو اجراهم بی شکه د  تهران او کابل په اړیکو د منفی اغیز لپاره  د ایران او افغانستان  دښمنان ناهیلی کولې شی .
 http://parstoday.com/ps/news/iran-i78472
captcha