IQNA

په کابل کی د ایران سفارت د کندهار او کابل چاودنې وغندلې

12:06 - July 20, 2019
د خبر لمبر: 3482305
نړیواله ډله: په بیانیه کی د افغانستان له حکومت او خلکو په تیره بیا د دغو حملو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږی څرګنده شوی ده

 له کابله زمونږ خبریال راپور راکوی په کابل کی د ایران سفارت په یوه بیانیه کی وویل دغه ډول حملې به د ملکیانو د وژلې د  زیاتیدا ، بی ثباتی او د افغانستان د ناامنۍ د دوام سبب شی .

په بیانیه کی د افغانستان له حکومت  او خلکو په تیره بیا د دغو حملو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږی څرګنده شوی ده .

له دې مخکې  د ایران دبهرنیو چارو دوزارت ویاند سید عباس موسوی هم دکابل پوهنتون ته نږدې د ننۍبم چاودنې او په قندهار ولایت کښې دپولیسو په یوه(۱) مرکز د پرونۍ ترهګرې حملې په غندلو سره د افغانستان له خلکو او حکومت او په تیره بیا د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږی څرګنده کړه.

هغه له  داډول اقداماتو او غیرانسانی او تاوتریخجنو رودو د کرکې په اعلانولو سره هیله وکړه دافغانستان ملت ،حکومت او ټولې قومی ، سیاسی او مذهبی ډلې به  د خپل وحدت او د هوښیارتیا په ساتلو سره په هیواد کښې د پایداره او د باثباته امنیت او دسولې دټینګیدا لارې ته دوام ورکړی .

بل خبر داچې دافغانستان ملی امنیت ادارې پاکستان د قندهار دپولیسوپه مرکز دحملې  په پلانونې تورن کړ .

دافغانستان ملی امنیت ادارې نن وویل دوې داسې سندونه ترلاسه کړی دی چې ښایی په قندهار کښې دپولیسوپه مرکز حمله دپاکستان له خاورې هدایت شوی ده.

پاکستان تراوسه د افغانستان دغه تور ته کوم غبرګون نه دی ښودلی .

پرون د قندهار دپولیسوپه مرکز د وسله والو کسانو په برید کښې د دوو(۲) پولیسواو د اتو(۸)ملکی وګړوپه شمول لس(۱۰) کسان وژل شوی او څه دپاسه نوی(۹۰) نور ژوبل شوی وو.

http://parstoday.com

captcha