قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د The Nairobian خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، چارلز اوکوانی چې د اسلام را وړلو نه پس یی اسماعلی اوکوانی نوم اېښودي وایئ: زمونږ کلیسا چې نوم یی د خدای دعوت وو اوس یو جومات دي.
هغه زیاته کړه: د پادری په توګه خدمت کولو په وخت کې د کینیا مومباسا، مالیندی، نایروبی ښارونو او همدارنګه د تانزانیا هیواد ته دعوت او تبلیغ لپاره سفر کړي.
اوکوانی څرګنده کړه: عادت می جوړ کړو او ما دا فرصت په کار واخیست او د مسلمانانو او مسیحیانو د ژوند په اړه څېړنې وکړې چې کوم زما د اسلام قبول کولو سبب وګرځېدو.
هغه وویل: د مسلمانانو حجاب لرونکې ښځې زما د اسلام قبلولو یو مهم دلیل وو.
اوکوانی خپل د اسلام قبولو سفر هغه د څلور مسلمانان مهم لارښودو سره ملاقات او هغوي سره خبرې اترې شورو کول ټاکلې دي. هغه د سپټمبر میاشتې په ۲۶ باندې مسلمان شو او د خپلې کلیسا ۲۳ کسان یی هم مسلمانان کړلو په دې وخت کې دا جومات ۶۳ غړې لري چې یو شمېر نوې مسلمانان شوي کسان او نور ځنې د دغه سیمې مسلمانان دي.
اوکوانی د مسلمانېدو نه ورستو د اسلام په اړه ژوره مطالعه شورو کړل.
مسیحیت د کینیا د اکثره کسانو دین دي او اسلام د دغه هیواد دویم ستر دین دي.
http://www.iqna.ir/fa/news/3652764