IQNA

د روهینګیا مسلمانانو سره د «بډفورډ» جومات مالی مرسته

6:31 - October 08, 2017
د خبر لمبر: 3480721
نړیواله ډله: د انګلیس ناتینګهام په سېمې کې د بډفور ښار اسلامی کلتوری مرکز او د جمعه جومات غړو ۳ زره او ۶۴۶ پونډ په بنګلادېش کې مېشت د روهنیګیا کډوالو لپاره مالی مرسته راټوله کړي.
د روهینګیا مسلمانانو سره د «بډفورډ» جومات مالی مرسته

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Bedfordtoday خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا را غونډې شوې پیسې نه به په بنګلادېش کې د میانمار نه راغلې کډوالو ترمنځه د څښلو اوبه وپشولو لپاره استفاده کېږي.

د بدفورډ جومات ویاند په دې اړه وویل: په دې جومات کې احساس مو وکړو چې باید د میانمار مسلمانانو سره مرستې لپاره یو کار ترسره کړو د جومات سخاوتی کسانو نه مو د مالی مرستې غوښتنه وکړه او هغوي هم ځواب راکړو.

د آکسفام مرسته کوونکې موسسې کمېټه د راپور له مخې تقریباْ د روهینګیا پنځه سوه زره مسلمانان په اخیرنۍ اونۍ کې له میانمار نه تېښته کړي او ۱۴۰۰ ماشومان د بنګلادېش او میانمار په پوله بې له سرپرسته سر دې چې مور پلار یی یا د میانمار په دې اخیرني ظلمونو کې مړه شوی او یا ترې ورک شوي دې.

http://www.iqna.ir/fa/news/3649985


captcha