IQNA

د امریکا څېړنو موسسه:

نړۍ کې اسلام له ټولو نه تیز پرمختګ دین

12:45 - January 03, 2016
د خبر لمبر: 3479720
نړیواله ډله: د امریکا څېړنو موسسه پیو یو راپور کې لیکلې: د دې قرن تر پای، د مسلمانانو شمېر به تاریخ کې ړومبنی ځل د مسیحیانو نه زیات وی.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د « NPR» نه په نقل، دې وخت د نړۍ تر ټولو لوی دین مسیحیت دی او د هغې منونکی د نړۍ ولس ثلث نه تشکیل شوی.
د دغه موسسه راپور له مخې، نړۍ کې دې وخت کې نړۍ کې اسلام له ټولو نه تیز پرمختګ دین دی، چې مطلب یی دا دې چې د مسلمانانو شمېر به نړۍ کې په کال 2050 کې د مسیحیانو سره برابر شی.
په دې راپور کې راغلې چې که د مسلمانانو شمېر هم دارنګه په وده وو نو په کال 2070 کې به د مسلمانانو شمېر له مسیحیانو نه زیات وی.
دې راپور کې دی، د مسلمانانو ټولنې د مسیحیانو باندې ډېرېدل په دې معنا نه دی چې د مسیحیانو ټولنه په کمېدو ده، بلکې د هغې پرمختګ د اسلام په مقابله کې ورو دې.
د مسیحیانو شمېر په کال 2050 کې له 2.1 نه به 2.9 میلیارد کسانو ته ورسېږی او د مسلمانانو ټولنې شمېر به له 1.6 میلیارد نه 2.8 میلیارد کسانو ته ورسېږی.
د دې راپور له مخې غیر توحیدی دینونه چې په امریکا او اروپا کې پرمختګ دې په کال 2050 کې به یی د منونکو شمېر لږ شی. 
http://iqna.ir/fa/News/3470273
captcha